درنه څپیړه یې پر غوږ ولګېده. پر نیمايي سر او د دماغ پرنیمه برخه!
تیاره نه وه، بلکې یو ډول سوربخون خړ رنګ یې ذهن ونیو.ستونی یې تریخ شو.
دواړو غوږونو یې کار پرېښود. له څپیړې وروسته یې د سړي پرلپسې کتار کنځل هیڅ نه اوریدل.
پر نور بدن یې د ذهن کنټرول البته تر مخکې هم زیات محسوس کړ. د ښي لاس ګوتې یې په قوت راټولې او موټی ترې جوړ شو.
بیا یې سترګې خود بخوده دمیوې چاکو ته واوښتې، چې د سړي مخې ته پر دسترخوان پروت و.
خو دا هر څه که د سترګو په رپ کې نه و، نو له یوې شېبه ګۍ یې زیات وخت و نه نیو.
ښځه د سړي له څپیړې زیاته له خپلو سترګو او لاسه وډاره شوه.
سړي د بې مالګې شوروا کاسه د دسترخوان څنډې ت پورې وهله، ځوړند سر کېناست او د ښځې پرغامبورو د مالګینو اوبو دوه غټ څاڅکي ورغړېدل.
نور محمد سعید برتانیا – لوټن ۲۰۲۰ فبروري ۲۸