پامپیو

تاند، دوشنبه، د حوت ۱۲مه: د امريکا د باندنيو چارو وزير مايک پمپيو د طالب زندانيانو د خوشي کولو په تړاو ويلي، د باورجوړونې لپاره له ټولو اړخونو سره گډ کارکوي.

ښاغلي پمپيو له سي بي ايس ټلويزيوني شبکې سره خبرو کې په همدې تړاو وويل ، ډېر خلک به د رسنيو دپام اړونې له پاره يو لړ خبري کوي .

د مایک پمپیو چې د امریکايي سي بي اس ټلویزیون نطاقې په وینا تازه له دوحې ستون شوی او مرکې ته ناست و، له عمده پوښتنو سره مخ و چې په هغه کې پر طالبانو د باور کولو، د بندیانو خوشې کولو او د لاسلیک شوي هوکړه لیک په اړه د امریکا د پارلمان غړو ته د وضاحت ورکړه وه.

د سي بي اس ټلویزیون نطاقې مارګرېت برینا چې کله د ولسمشر غني پرونیو څرګندونو په اړه ښاغلي پمپیو وپوښت چې د طالب بندیانو خوشې کولو باندې هوکړه نه ده شوې، ایا امریکا موافقه کړې چې د ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کولو کې به مرسته کوي.؟

هغه وویل: ((تاسې ولیدل چې په سند کې څه لیکلي وو، ویل شوي چې موږ به له ټولو ښکېلو خواو سره کار کوو چې اعتماد سازي وکړو، افغان حکومت غیر طالبان خلک او موږ غواړو چې په دې کې ټول وي، موږ غواړو چې ښځې په کې ښکېلې وي… ډېر خلک به وي چې یو څه به وایي، ډېر شور او زوږ به وي چې په رسنیو کې له یوه بل سره د رقابت له پاره ځان ته د خلکو پام ور واړوي، څه چې مهم دي زموږ کار دی. هغه بحثونه چې مو درلودل. موږ اوږده لار وهلې ده.))

مایک پمپیو زیاته کړې، کله چې ذی په دوحه کې و د امریکا دفاع وزیر د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره په کابل کې و او هغوی یوه ګډه اعلامیه درلوده چې په کې د افغانستان د حکومت له خوا هم ژمنه وشوه: (( هېڅ څوک داسې ګومان نه کوي چې دا دې آسان کار وي. موږ د دې لپاره چې امریکايي سرتېري کور ته ستانه کړو زمینه برابره کړې او په افغانستان کې مو د امریکایانو د ژوند له لاسه ورکولو خطر کم کړی او هیله لرو داسې شرایط مو برابر کړي وي چې افغانان د څلوېښت کلنې جګړې له پاره حل لار موندلې وي.))

دا په داسې حال کې ده چې پرون ولسمشر غني په یوه خبري ناسته کې وویل، چې امریکا یوازې د طالب بندیانو د خوشې کولو د تسهیل ژمنه کړې اوپه هوکړه کې دا خبره نشته چې بندیان به ورخوشې کوي.

ولسمشر غني وویل، د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه باید افغان ولس باوري وي او هغه طالبان چې خوشي کېږي، د ملت پر وړاندې به نه درېږي او وسلې ته به مراجعه نه کوي.

بلخوا مایک پمپیو هم ویلي چې پر طالبانو هېڅ ډول اعتماد نه لري خو اوس خبره پر هوکړې د عمل کولو ده او دده په وینا په دوحې کې د هوکړې شرطونه او فضا یې مشخصه کړې او د اعتماد لپاره پر چا ډډه نه لګوي.

کله چې خبریالې له ښاغلي پمپیو پوښتنه وکړه چې پخوا خو یې طالبان ترهګر بللي وو؟ اوس څنګه، زیاته یې کړه چې د ډېرو امریکایانو په وینو یې لاسونه لړلي دي.

ښاغلي پمپیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د هوکړې پټې ضمیمې هم شته که نه ویې ویل، د سند عامه برخه خپره شوې خو د دوو تطبیقي عنصرونو په نامه یې د یو څه یادونه وکړه چې وايي سري پوځي اسناد دي چې د امریکايي سرتېرو د خونديتابه له پاره مهم دي خو د امریکا د کانګریس غړي یې لیدلی شي .

2 thoughts on “پامپیو: پر طالبانو باور نه لرو، خو خبره پر هوکړه د عمل کولو ده”
  1. کچیری غواړی په طالبانو باور پیدا کړی چی سولی ته ژمن کیدای شی یا نه نو لومړی د له پاکستان ۳۳ میلیارده ډالره واخلی ورته ودی وایی چی که تر ټاکلی وخته پوری طالبان د بین الافغانی مذاکری کیناستل بیرته همدا ډالرو درکوو که حاضر نشول نو اقتصادی اوسیاسی بندیز د تاسی په حکومتی او نظامی او استخباراتی ادارو او چارواکو لګوو

    نو بیا به ګوری چی پاکستان په څومره لږه موده کی دا کار کوی لکه مخکی چی قریشی وویل موږ د سولی کار تر دی ځای را ورساوو نو افغان مشران کار دی یعنی هرڅه کولی شی کچیری ډالر ورته ورسیږی آن تر دی چی ملاضعیف هم لاس تړلی امریکا ته سپارلی شی
    ملابرادر هم د ۹ کاله له پاره بندی کولی شی
    همدارنګه ملامنصور هم وژلی شی او بیرته رسانیو ته ویلی شی چی دا امریکا وواژه او ورسره سره په کوټه اوپیښور نظامی شورا هم فعالوی شی مګر د هغه د بمبار کولو لپاره امریکا ته اجازه نشته مګر ملا منصور لپاره اجازه شته چی بلوچستان کی یی ووژنی

    زموږ ولس لا تر اوسه هم فیل په غوږ کی ویده ده

    امریکا نغواړی سوله وکړی ځکه اوس په جنګ د اقتصاد پیاوړی کیږی نو ځکه یی چین او ایران د کرونا په نوم ویروس انتقال کړ ځکه په امریکا کی بیکاری زیاته شوی او غواړی هغه اقتصادی بازار چی چین اوایران او روسیه لری پدی ډول د ځان طرف ته واړوی درحالیکه دومره تشویش کوونکی مرض نده

    بل دا چی دا مرض څنګه چین او ایران ته راتللی شی او د افغانستان او پاکستان او عراق هغو سیمو ته انتقالیدلی شی چی له ایران سره سرحدی لاری دی

  2. افغان دولت ته پکار ده چی پدی اساس وخت کی له چین سره په مس عینک کان باندی او همدارنګه له ازبکستان او ترکمنستان سره په اقتصادی او په تیره بیا ګاز د نللکی په انتقال او اوسپنی ریل لارو او ورسره سره د ټآپ ۵۰۰ کیلوولت برښنایی پروژه باندی

    او همدارنګه د قریشی تیری ورځی څرګندونو په غبرګون سره د کنړ د سیند په پاسه په ټولو لویو بندونو باندی چی انرژی لوړ ظرفیت لری له هندی کمپینو سره تړونونه لاسلیک کړی

    او همدارنګه جلغوزی په صادراتو کی چین او اروپا ته سرعت ورکول

    او په دفاع وزارت کی ژور بدلون راوستل ځکه د نجیب الله او داود خان نظام د همدی دفاع وزارت د وخت چارواکو له لاسه نظامونه چپه شوی نو بهتره ده چی تڼی او سلام وطنجار په شان کسان له نظامی چارو لیری شی داسی نشی چی پاکستان بیا پکی رخنه کړی وی او داسی اشخاصو لیرل کول به ډیر ستونزمن شی

    او همدارنګه هغه اشخاص او کړی چی پاکستان استخباراتو په دستور په رسانیو کی د پاکستان پوری اړوندو خبرو په وړاندی دولت چلینج کوی بندیان کړی ترڅو په هیواد د ګډوډی مخه ونیول شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *