تاند، دوشنبه، د حوت ۱۲ مه: د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه ټویټري پیغام کې امریکا ته پیغور ورکړی چې ګواکې طالبانو ته یې د خپلې تسلیمي سند ورکړی دی.

ظریف ویلي، امریکایي استعمار باید هیڅکله پر افغانستان برید نه وای کړی، مګر هغه کار یې وکړ او نور یې چې ددوی د دې اقدام مخنیوی یې کاوه، ملامتول.

نوموړی زیاتوي، اوسمهال امریکا تر ۱۹ کاله حقارت وروسته د خپلې تسلیمۍ سند لاسلیک کړ.

نوموړي ویلي: ((که په افغانستان کې ده، یا هم سوریه، عراق او یمن کې، امریکا لوی خنډ ده، امریکا به یې بالاخره پریږدي مګر مشکلات او ګډوډي به وروسته پریږدي.))

د یادونې وړ ده چې امریکا وړمه ورځ له طالبانو سره د ۳۰نړیوالو هیوادونو د استازو په حضور کې موافقتنامه لاسلیک کړه.
امریکایي ولسمشر ټینګار کړی که طالبان سرغړونه وکړي، بیرته به داسې برید پرې وکړي چې څوک ورسره مخامخ شوی نه وي.

2 thoughts on “امریکا ته د جواد ظریف پیغور: طالبانو ته تسلیم شوئ”
  1. رښتیا خو وایی ترسو امریکا له هیڅ ستراتیژیک ملګری سره تر آخره ملګرتیا نده پاللی یعنی هند همدا اوس ترینه خپه ده ځکه امریکا له پاکستان سره دوستی او نیکی اړیکی نوری هم پیاوړی کړی برعکس پاکستان ته یی دا برلاسی لا هم ورکړ چی د افغانستان ، هند او ایران او چین لپاره داعش او لشکر طیبه او جیش العدل او جیش محمد ډلی پیاوړی کړه

    خو یوه خبره باید وکړم نړیواله ټولنه پدی پوهیده او پوهیږی چی پدی ۴۰ کلنه او په ځانګړی ډول پدی ۱۹ کلنه جګړه کی پاکستان دولت (پوځ او استخبارات) له جنګی ډلو نظامی او مالی ملاتړ کوی

    مګر ددی پر ځای چی سیاسی او اقتصادی فشار ورباندی راوړی له همدی پوځ او استخباراتو سره یی پدی ۱۹ کلنه جګړیز دوران ۳۳ میلیارده ډالر رسانیز شوی مرسته کړی نو لدی معلومیږی چی د نړی ټول قوانین تنها په داسی هیوادونو تطبیق کیږی چی امریکا ورته سور څراغ ښکاره کړی لکه افغانستان ، ایران چین او شمالی کوریا عراق او سوریه

    نو افغان دولت ته هم پکار ده چی د امریکا او برتانیی په وړاندی ورته دریځ غوره کړی ځکه امریکا او برتانیه دلته تنها خپلی ګټی ګوری او درحالیکه افغانستان په افغانانو پوری تړلی هیواد دی نو بیا افغانی ګټی دلته په زره بین کی هم نه لیدل کیږی په تیره بیا د پاکستان په وړاندی امریکا او برتانیی دریځ او غبرګونونه پدی ۱۹ کلنه جګړیز دوران کی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *