تاند، دوشنبه، د حوت ۱۲مه: د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د حیرتان دروازه د کرونا ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره د تیرې شپې راهیسې تړل شوې ده.
د حیرتان د سرحد کمیسار نور الدین رووفي نن د دوشنبې په ورځ (کب ۱۲ مه)رسنیو ته ویلي، چې د ازبکستان سرحدي ساتوونکو تیره شپه دا سرحد په موقت ډول وتاړه چې له امله یې د ځمکې له لارې د دواړو هیوادونو ترمنځ تګ راتګ ځنډیدلی دی.
هغه وویل چې ازبکستان خپل سرحد د کرونا د ناروغۍ د ویروس د خپریدو له وېرې تړلی دی.
ړ حیرتان سیمه ییز اوسیدونکي هم وايي چې د سرحد د بندیدو وروسته په سلګونو باروړونکي وسایط په دغه بندر کې بند پاتې دي او د سرحد پرانیستلو ته انتظار وباسي.
د ازبکستان له خوا افغانستان سره د سرحد د تړلو وړاندې ترکمنستان هم تیره اونۍ افغانستان سره خپل سرحد د هرات په ولایت کې تړلی دی او نن پاکستان هم د چمن دروازه وتړله.
افغانستان کې تراوسه د کورونا ۵۵ مشکوکې پیښې ثبت شوي چې د ۳۸ پیښو لابراتواري نتیجې منفي ختلي او ۱۷ نورو نتیجې به د لابراتواري معاینو وروسته څرګندې شي.