تاند، دوشنبه، د حوت ۱۲مه: د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي وایي، امریکا به له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته هم له افغانستان حکومت او خلکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا د استازو جرګې رییسې نانسي پلوسي د امریکا او طالبانو د سولې تړون په اړه یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې دغه تړون باید په افغانستان کې دایمي ثبات، امنیت، پرمختګ او ځواک رامنځته کړي.

اغلې پلوسي ویلي، د کانګرس ټول غړي د افغانانو او افغان حکومت څخه په کلکه ملاتړ کوي ترڅو دې موافقې ته رسیدل په افغانستان کې د تل پاتې سولې لاسته راوړلو اهداف تعقیب کړي.

هغې ټینګار وکړ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په راتلونکو مذاکراتو کې باید افغان میرمنې هم له د خپلو حقونو څخه برخمنتیا لپاره کلیدي رول ولوبوي.

اغلې پلوسي وویل، له افغانستان څخه تر اوږدې جګړې وروسته خپل هیواد ته د امریکایي ځواکونو راستنیدل یو ښه اقدام دی.

One thought on “نانسي پلوسي: امریکا له طالبانو سره له تړون وروسته هم د افغان حکومت ملاتړ کوي”
  1. دغه دوه اړخیز سند د “افغانستان ته د سولې راوستلو تړون” تر نامه لاندې لاسلیک شوی، چې له همدې امله د طالبانو د جګړې له محتوا او هدف سره چې روان جنګ ته د «اشغال خلاف مبارزه» او «جهاد» وايي، په ټکر کې ده. د هوکړه لیک له محتوا څخه څرګندېږي چې طالبان د جګړې له یوه متخاصم اړخ سره د جوړجاړي له لارې د سیاسي واک قبضه کول غواړي. که د هوکړه لیک هدف د طالبانو د جګړې له روایت او محتوا سره په مطابقت کې وای، نو امریکا باید د افغانستان سیاسي خپلواکي رسماً منلې وای.
    طالبان؛ نادولتي لوبغاړی:
    یو څه چې په هوکړه لیک کې ډېر واضح دي، امریکا طالبانو ته د یو نا دولتي لوبغاړي (Non-state actor) په حیثیت قایل شوی. دغه ډول هویت د هوکړه لیکونو الزامیت او اعتبار پیکه کوي، ځکه چې د نړیوالو قوانینو له نظره، په ځانګړې توګه د معاهداتو د حقوقو په اړه د ویانا کنوانسیون له مخې یواځې دولتونه د نړیوالو حقوقو د تابعینو په توګه پېژندل کېږي او له همدې امله نا دولتي لوبغاړي- یعنې نړیوال سازمانونه، افراد او جنګي ډلې نه شي کولای چې د تړون له مزایاوو برخمن شي. نو ویلی شو چې د سولې راوستلو هوکړه لیک نړیوال تړون نه دی، بلکې یو دوه اړخیز قرارداد دی چې نړیوال قوانین یې نه حمایه کوي.
    د نړیوال ضمانت نشتوالی:
    پر دې سربېره چې نړیوال حقوق د دې هوکړه لیک د تطبیق ضمانت نه کوي، درېیم دولت یا کوم بل نړیوال سازمان هم د ضامن په توګه نه دی ذکر شوی. یواځې امریکا ژمنه کړې چې هوکړه لیک به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا تاییدوي، چې په خپله «تایید» پر دغه سند کوم حقوقي اغېز نه شي پرېښودلی. په لومړیو کې د طالبانو ټینګار دا و چې چین یا روسیه د هوکړه لیک ضمانت وکړي.

    د شخړې د حل میکانیزم:
    د معاهدو او تړونونو د موادو د تطبیق په اړه د تړون د لورو ترمنځ د احکامو د تفسیر پر سر اختلاف او شخړه معمول چاره ده، نو ځکه په هر حقوقي سند کې د شخړو د حل میکانیزم (Dispute settlement mechanism) پېشبیني کېږي. د سولې راوستلو په هوکړه لیک کې د شخړو د حل هېڅ داخلي او بهرنی میکانیزم نه دی مشخص شوی. له بلي خوا د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د دوه اړخیز تړون (BSA) په ۲۴ ماده کې د شخړو د حل میکانیزم او د هغه مېتودونه واضح شوي دي. د دغه مکلفیت نه درج کول، د تړون له تعهداتو څخه د یوه لوري د تېښتي فرصت رامنځته کوي.

    ابهام:
    د هوکړه لیک په دویمه برخه کې امریکا ژمنه کړې چې خپل ټول پوځیان، مشاورین او قراردادیان به باسي، خو د استخباراتي مامورینو هېڅ یادونه نه ده شوې چې دا په خپله د امریکا پټ او اوږد مهاله حضور ته زمینه برابروي او ښايي د دې هوکړه لیک په پټو ضمیمو کې ورته اشاره شوې وي.
    بل، په هوکړه لیک کې څلور ځایه د (Soil) کلیمه راغلې. سویل په ساده معنی خاورې ته وايي او دلته ترې دا هدف اخیستل کېږي چې هدف د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه ده، نه د طالبانو تر قلمرو لاندې ساحه. قلمرو (territory) یوه سیاسي-حقوقي اصطلاح ده چې په نړیوالو تړونونو کې کارول کېږي او د افغانستان او امریکا ترمنځ په امنیتي تړون کې د لومړۍ مادې په شمول ۱۴ مورده د «territory» لفظ کارول شوی. له دې دوه استنباطه کېږي:
    ۱- که افغانستان سولې ته نه رسېږي او جګړه دوام کوي، د امریکا او طالبانو تعهدات به پر خپل ځای وي او تر خپل کنټرول لاندې سیمې به د امریکا د ملي امنیت پرضد نه کاروي؛
    ۲- که طالبان په راتلونکي کې د سیاسي نظام برخه ګرځي، د خپل واک په ساحه کې به ترورستانو ته پناه، ویزې، پاسپورټ، وسلې او نور امکانات نه برابروي.

    د افغانستان د ملي حاکمیت نقض:
    د افغانستان دولت د دې هوکړه لیک په وړاندې هېڅ نړیوال مکلفیت او تعهد نه لري، خو په هوکړه لیک کې تر پخلاینې وروسته اسلامي حکومت (Post settlement Islamic government) د اندېښنې وړ موضوع ده. که څه هم د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته د افغان حکومت، متحده ایالاتو او ناټو ګډه اعلامیه دغه ابهام له منځه وړي، خو اصولاً په هوکړه لیک کې د دغه ډول مورد ذکر کول د افغانستان د خود ارادیت حق (The right of Self-determination) سره په ټکر کې دی چې د ملت د ارادې استازولي نه شي کولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *