تاند، دوشنبه، د حوت ۱۲مه: د میدان وردګو ځایي چارواکي وايي، طالبانو په تیرو دوه ورځو کې لږ تر لږه ۵۵ ملکي وګړي له چک ولسوالۍ څخه دولت سره د همکارۍ په تور تښتولي دي.
د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزي تاند ته وویل چې د طالبانو لخوا برمته شوي کسان ټول ملکي وګړي وو.
ښاغلي شریفزي زیاته کړه، طالبانو دا کار ځکه کړی چې په خپلو زندانونو کې د حکومت پلوه بندیانو په نوم د ۱۰۰۰ کسانو شمېر پوره اږ په دې توګه په دولتي زندانونو کې د ۵ زره طالب جنګیالیو تبادله اسانه کړي.
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145485
د شریفزي په وینا، د دې خلکو د خوشې کولو لپاره د ځایی اوسیدونکو او قومي مشرانو هڅې هم ناکامې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایي، بین الافغاني مذاکراتو ته په هغه صورت کې ځي چې ۵ زره بندیان یې ورخوشې کړای شي، خو ولسمشر غني وایي، حکومت په دې اړه هیڅ کومه ژمنه نه ده کړې بلکې د بندیانو خوشې کول یوازې له افغان دولت سره تر هوکړې وروسته شوني دي.