ذکیه وردک

لیکواله: ذکیه ور دګ  

  له هرڅه نه مخکې غواړم ستاسو د نظریاتي سرخط لپاره ستاسو څخه مننه وکړم،  ستاسې په دې کار سره د نړۍ او تر ټولو مهمه د افغانستان خلکو د سولې اړه ستاسو افکار په ښه ډول درک کړای شول . په ټوله کې زه ستاسې د ارزونې سره موافقه یم دا به ښه وي چې لومړی د سولې لپاره احتمالي فرصت ومنو،. فرق نه کوي چې زمونږ د بریالیتوب لپاره  ځینې چانسونه له لاسه وتلي دي خوهیله مو همدا ده چې نور د افغانانو په منځ کې وینه تویونه بس شي.

  د افغانستان د خلکو ترمنځ اجماع  به د لسیزو جګړو له امله د شتو دردونو او کړاوونو درملنه وکړي. همدا یې وخت دی چې مصالحه، پخلاینه او مذاکره وشي ځکه پخلاینه نه یوازې دا چې یوه فزیکي پروسه ده بلکه یوه انفرادي درملنه او ترڅنګ یې یو لوی انساني ، اسلامي او ټولنیز ارزښت چې هغه بښنه ده هم ځان سره لري او پخلاینه  هغه وخت شونې ده چې د یو افغان د ټوپک میل د بل افغان پر لوری نه وي سم شوی.

هغه څه چې زما او زما د افغاني خویندو لپاره خورا ارزښتمن دي ، دا ده چې تر کوم ځایه چې په اسلام  کې ښځو ته حقوق ورکول شوي د بیلګې په توګه د زده کړې له حق څخه نیولې د کار کولو تر حقه پورې ټول خوندي وي او تر کومه ځایه چې اهلیت د مساوي فرصتونو لپاره اساس وي، مونږ افغانې ښځې  یې ملاتړ کوو. غواړم ووایم چې په ټوله کې مونږ د افغانستان مېرمنې دې وقفې ته خوشبینه یو او ورته ښه راغلاست وایو،ددې ترڅنګ غواړم چې په افغانستان کې په ځینو مخ زیاتیدونکو ستونزو باندې رڼا واچوم : د افغان مېرمنو د ژوند انځوراکثریت داسې ښودل کیږی چې دوی د مردسالارۍ قربانیانې دي، په ځانګړې ډول هغه مېرمنې چې حتی د خپلو لومړیو حقوق څخه هم ندي خبرې او دوی ته باید په وار وار وویل شي چې تاسې مظلومې یاست .، همدارنګه د مېرمنو د ظرفیت سازی او شایسته سالارۍ مثالونه یوازې هغه یو ښودل کیږي چې یوازې ستاسې په خلاف  په قطار کې ودریږي او د طالب برعکس عمل وکړي، او متاسفانه چې ما دا ډول دردونکې نمونې په مختلفو سطحو او طبقاتو کې لیدلي او دا په واقیعت کې زمونږ ټولو لپاره یو عار دی، ځکه تاسې هم خویندې ، لوڼې او مېرمنې لرئ په کومو چې هیڅکله باید تهمت ونه لګیږي.

د پورته بیاناتو او روایتونو له امله په اسلام کې د مسلمانو مېرمنو او د هغوی د حقوقو په اړه  سطحي او ناسم نظر څرګند شوی مګر واقعیت دا دی چې قرانکریم او تاریخي سوابق د ښځو د حقوقو خوندیتوب او ضمانت کوي.

  په داسې حال کې چې اوسمهال په ټولنه کې د اسلام سیاسي، ټولنیز او دیني ارزښت خپل حیات  ته دوام ورکوي او څوک تری سترګی نه شي پټولی. په دی خبر یو چې په افغانستان کې د بشری حقونو اغیزمنه لاره دا ده چې د خلکو بیا پوهاوی وکړو چې په ټولنه کې د اسلامي ارشاداتو او لارښونو په چوکاټ کې د ښځو واقعي نقش ته بیا کتنه وکړي په داسی حال کې چې په اسلام کې د ښځو حقوق د نورو سنتي کلتورونو او رواجونو څخه ډیر زیات خوندي دي. په دغو ښځو کې تجارت پیشه هم وي، په اسلام کې لومړۍ شهیده ښځه هم وه او داسې ښځه هم وه چې د خپل ایمان لپاره د جګړی میدان ته وتلی وه. د داسی ښځو مثالونه باید د تاریخ له پاڼو راوویستل شي چې د نرانو لخوا یې تاریخي هویت له پامه غورځول شوی دې او په واقعي مثالونو یې بدل کړو چې غواړي په ټولنیز بدلون کې خپله لاره پیدا کړي. د دغو ښځو مثالونه به په نني عصر کې د هغو ناسمو روایتونو پر ضد مبارزه وي چې مسلمانه ښځه یې بې قدرته ښودلی ده. که غواړو چې ښځې قدرتمنده کړو باید دوی د تاریخ له حاشیو څخه را اوباسو چیرته چې دوی د نرانو لخوا له ډیری مودی څخه محکومی ساتل شوي دي. 

کلیشه یي روایتونه او قضاوتونه پیاوړي دي. همدا لامل دې چې منفي قضاوتونه او روایتونه په بشپړه توګه زیانمنونکي دي. نړۍ غواړي مونږ په داسی یوی دایره کې انحصار کړي چیرته چې دوی غواړي چې افغانی ښځي د دوی په نظر باید ووسي. او که وغواړې چې ځان په دې دایره کې ځای نه کړې دا دوی د تنګ نظرۍ د مختل کولو په توګه ګڼل کیږي. 

  تاسو یادونه وکړه چې تاسې دا جګړه نده  غوره کړې او د افغانستان دفاع ته اړ ایستل شوي یاست . د افغانستان مېرمنې هم دا ټاکنه نده کړې چې په ډار، جبر او خطر کې ژوند وکړي . 

 مونږه ژوندي پاتي شوي یو، زحمت مو کښلی او خپل اختیار مو پیاوړی کړی دې چې د احترام په سترګه راته وکتل شي او مشورې راسره وشي، او د افغاني ټولنې او د اخلاقو ارزښتونو په بیا جوړونه  کې د شریک او همکار په شکل راته وکتل شي. تپل شوي جنګ جګړې افغانستان په یوی داسې هیواد بدل کړی دې چیرته چې مورمحوره ټولنیزه سیوری شتون لري. مونږ خپل فامیلونه ساتو، مونږ اړین تصمیم نیوونکې مسلې رهبري کوو، او ترټولو مهمه دا چې زمونږ درناوی او عزت کیږي .

په آخره کې یو ځل بیا ددې ترڅنګ چې پورته مې ذکر کړل، د شوې توافقنامې مبارکي درکوم. دا زیاتوم چې مونږ افغاني مېرمنې په دې هیله یو چې د تاوتریخوالي د را کمولو، د مالي ثبات لپاره د نړیوالو د ملاتړ په راجلبولو او د هیواد په پرمختګ او سوکالۍ کې ستاسې سره کار وکړو.

One thought on “محترم حقاني صیب او د افغان طالبانو محترمو غړو ته”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *