حمدالله محب

تاند، دوشنبه، د حوت ۱۲مه: د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، له طالبانو سره د افغان بندیانو شمېر زر تنه نه پوره کېږي او دغې ډلې اوس د دغه لیست بشپړولو لپاره برمته نیونې او اختطافونه پیل کړي دي.

تاند ته تېره ورځ یوې دولتي سرچینې هم دا خبره کړې وه خو نن بیا ښاغلي محب هم د ملي تلویزیون مناظرې ته په وینا کې وویل چې طالبانو د زرو تنو لیست بشپړولو لپاره د بې ګناه خلکو یرغمل نیونه پیل کړېـده.

محب زیاته کړه چې حکومت سږکال د ګڼو عملیاتو په تر سره کولو سره د وسله والو طالبانو له زندانونو څخه لوی شمیر بندیان خوشې کړي او اوس د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو شمېر سلو تنو ته هم نه رسیږي.

حمدالله محب دا هم وویل چې د افغانستان حکومت هغو لوریو ته چې د بندیانو په خوشې کولو کار کوي، واضح پیغام استولی چې د تاوتریخوالي له اوونۍ وروسته د طالبانو لخوا برمته شوي کسان نه تبادله کوو.
حمدالله محب زیاته کړه تر راتلونکو ۸ ورځو پورې د ۵ زره طالب بندیانو خوشې کول امکان نه لري.

د هغه په ​​وینا ، د افغانستان حکومت په طالبانو باور نه لري، نو ځکه به هیڅ طالب بندي خوشې نه کړي ترڅو ډاډه نه شي چې هغوی به جګړه پریږدي.

حمدالله زیاته کړه، په یو شرط طالب بندیان خوشې کیدلای شي چې طالبان اوربند ومني، د پاکستان سره د طالبانو اړیکې روښانه شي او د طالبانو لخوا د مخدره توکو قاچاق ودرول شي.

محب دا هم وویل چې طالبان له پاکستان سره پټې اړیکې لري او جګړه به تر هغې پای ته ونه رسیږي ترڅو چې طالبان له پاکستان سره خپلې اړیکې روښانه نه کړي.

محب وویل چې طالبان نور د جګړې هیڅ تعریف نلري ، او دا ډله حتی د خپل واک لاندې هم د حکومتدارۍ په اړه هیڅ نه پوهیده او هغه وخت یې هم ګواښونه او جګړه کوله.

حمدالله محب ویلي طالبان له سیاسته ډاریږي او فکر کوي، که جګړه پریږدي نو جنګیالي به ترې ولاړ شي: ((طالبان د همدې دليل له مخې له خبرو او مذاکراتو څخه تښتي.))

باید یاده کړو چې د امریکا او طالبانو د سولې تړون د روانې حوت میاشتې په لسمه د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شو او اړس پاکستان د دغې ډلې د بندیانو د خوشې کولو لپاره ټینګار کوي.

One thought on “محب: طالبانو د بېګناه وګړو نیونه پیل کړې، دوی باید پاکستان سره خپله اړیکه روښانه کړي”
  1. د امریکا متحده ایالاتو د مذاکراتي‌ ټیم مشر زلمي خلیلزاد پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو په تړاو د شوي ګواښ ‌په اړه اندېښنه ښودلې او سم دستي ‌یې د قطري چارواکو سره پر یاده موضوع د خبرو لپاره اړیکه نیولې ده .

    په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ‌ټیم یوه غړی خبریال ویب پاڼې ته وویل چې زلمي‌ خلیلزاد دبریدونو په تړاو د طالبان د قطر دفتر له مشر ملا برادر سره هم خبري‌کړي دي‌.

    په قطر کې موجود دخبریال ډاټ کام همکار د زلمی خلیلزاد د نېژدې سرچېنې له خولې وايي‌ چې ښاغلی خلیلزاد اندېښمن وو او ویل یې چې دا ډول کړنې د امرکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه زیانمنولای شي‌.

    دا خبره لا تر اوسه د زلمي‌ خلیلزاد له لوري په رسمي ډول نه ده ویل شوې ،خو خبریال ته سرچېنو وویل چې هغه سخت اندېښمن وو.

    تېره ورځ د طالبانو له لوري د جنوبي ‌ولایتونو لپاره د نظامي‌ کمېسیون مشر ملا ذاکر یو لیکلی پیغام خپلو قوماندانانو ته استولی چې پر افغان امنیتي ‌ځواکونو خپل بریدونه پیل کړي‌.

    د طالبانو دغه پرېکړي د افغانانو غبرګونونه را وپارول او دا یې دافغانانو خلاف د طالبانو او پاکستان دسیسه وبلله .

    که څه هم تر ډېره بریده د طالبانو له لوري‌دافغانانو خلاف د بریدونو په تړاو شوی اعلان تر ډېره بریده تبلیغاتي ‌بڼه لري‌او طالبان غواړي ‌چې خپل صفوف په دا ډول خوندي ‌وساتي‌، خو په لویه کې ددوی له لوري ‌داسي ‌پرېکړه چې پر امریکایانو بریدونه مه کوی او افغانان په نښه کړئ د ډېرو په اند د افغان دښمني پرته بل څه نه لري .

    طالبانو او امریکا یانو د فبروري پر ۲۹ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولي په نوم یو تړون لاسلیک کړ چې له مخي یې امریکا یان په تدریجي ډول په څه دپاسه یو کال کې په افغانستان کې د مېشتو ناټو او امریکا یي ځواکونو لویه برخه اوباسي ،او طالبان به یې په بدل کې د رواني مارچ میاشتي‌ له (۱۰) نېټه بین الفغاني‌ خبري ‌پیل کوي‌.

    دم ګړی داسي ښکاري‌ چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ښايي بین الفغاني‌ خبري پر خپل وخت پیل نشي او وځنډېږي .

    ډېری افغانان په دې باور دي‌ چې د خبرو مرحله کړکېچنه او پېچلې ده ، ښايي نور وخت هم واخلي ،خو دواړه لوري‌ هغه مهال پایلي‌او نتیجې ته رسېدلای شي‌ چې د سولي ‌یوې ریښتونې پروسې ته لار هواره کړي . او د پردیو لپاره دافغانانو خوښۍ قرباني نه کړي‌.

    افغانان په تېره د تاوتریخوالي‌د کنټرول په اونۍ کې تر بل هروخت په تېرو شلو کلونو کې سولي ‌ته خوښ برېښېدل خو د طالبانو نني‌اعلان یې هیلي‌ن ېمګړې کړې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *