په افغانستان چې کومه بلا نازلېږي د غوایي په میاشتې کې پرې نازلېږي؛ خو پرېکړه یې د کب په میاشتې کېږي، په یو کتاب کې مې لوستي و، د شهید محمد داودخان پر حکومت د کودتا پرېکړه هم د کب په میاشت کې شوې وه، همدارنګه د ډاکتر نجیب الله د حکومت د نسکورولو په موخه د شمال نامقدس ایتلاف هم د کب په طراحي شوی و او د غوایي په میاشت کې هغه څه وشول، چې باید نه وی شوي.

خو له دې پېښې اته ویشت کاله وروسته نن ورځ ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ نیټه ده،  د نړیوالو او کورنیو رسنیو د سر خبر همدا د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک لاس لیک دی.

خلک خوشحال دي، تمه لري چې دا څلویښت کلنه کور ګډې جکړه به پای ته ورسېږي او ژوند به، چې یوه الهي لورینه ده، خوندي شي. دوی ملامت نه دي ځکه څلویښت کاله کیږي چې د خپلو عزیزانو ټوټې، ټوټې جسدونه ښخوي، نور له جګړې ستړي شوي دي، زموږ د هیواد ځوان نسل، هغوی چې تر څلویښت کلنۍ هم رسېدلي دي، د جګړې پر مهال زېږدلي دي.

خو زه له زړه نه خفه یم، له سترګو مې اوښکې څاڅي، خپل زړه ته ډاډ نشم ورکولی، ذهن مې نشم تسلي کولی او په مغزو کې مې د مایوسۍ فکرونه غځونې کوي.

هغه متل دی چې مار خوړلی له پړي هم ډارېږي، موږ څو ځله له یوې سوړې چیچل شوي یوو، د دغه تړون لاسلیک ما ته هغه وخت را یادوي چې له نن نه درې لسېزې وړاندې د شوروي پوځیانو د وتلو په اړه په جینیوا کې لاسـلیک شوی و، چې له امله یې افغانستان په بشپړه ډول کورنۍ جګړې ته ورټیل وهل شو، هغه وخت هم لکه د اوس په څیر د افغانستان د راتلونکي په اړه یوه کلیمه هم نه وه ذکر شوې او د افغانستان راتلونکی بې برخلیکه پرېښودل شوی و، ننی تړون کټ مټ د همغه تړون کاپي ده،  امریکایان به د تړون له مخې ووځي او یا به خوندي وي، خو افغنان به یوې بلې خپلمنځي جګړې ته ورننوزځي.

د جینیوا د تړون بر مهال هم افغانان څنډې ته شوي وو او تړون د پخواني شوروي اتحاد او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوی و، په ننی تړون کې هم د افغانانو لویه برخه یانې د افغانستان حکومت او ملت څنډې ته شوي دي او دا تړون د امریکا او د پاکستان په نیابت د طالباو ترمنځ لاسلیک کېږي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په دې موخه دوحې ته غوښتل شوی چې مننه ترې وشي، چې طالبان یې له امریکا سره خبرو ته کښېنولي دی.

د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو حضور څرګندوي چې په حقیقت کې تړون د پاکستان او امریکا ترمنځ لاسلیک کېږي.

د افغانستان حکومت چې د جګړې یو اړخ دی، څنډې ته پرېښودل، د دې څرګندونه کوي چې نړۍ او بې رحمه ګاونډیان غواړي موږ بېرته اویایمې لسېزې ته بوځي، طالبان هم د پخوانیو مجاهدینو په څیر وایي چې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، دوی دا حکومت د امریکا لاس پوڅی بولي، مجاهدینو هم د هغه وخت حکومت د شورویانو لاس پوڅی باله چې پایله یې جګړه او ولس وژنه شوه.

ښايي ما د دې تحلیل په خاطر څوک د سولې دوښمن وبولي، څوک کې جګړه پلوی وبولي او څوک مې د امریکا او نورو جاسوس، الله دې وکړي چې زما تحلیل غلط ثابت شي او زما اندېښنې بې ځایه وي.

خو دا تړون ماته د افغانستان د بربادۍ تړون ښکاري.

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

2 thoughts on “د دوحې او جینیوا تړونونه |هارون جمال”
  1. د دوکتور نجیب الله د وخت د ژنیو موافقتنامه د 1988 میلادي کال د اپریل په 14 عبدالوکیل د افغانستان د باندینیو چارو وزیر او د زین نوراني د پاکستان د باندینیو چارو وزیر له خوا په داسې حال کې چې ادوارد شیورنازې د شوروي اتحاد د باندینیو چارو وزیر او د جورج شولتز د امریکا د متحده ایالاتو د باندینیو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو د استازي دیګور کوردوویز پر وړاندې امضا شوه ، هلته مجاهدین صاحبان غیر حاضر ول.

  2. دا چی کرزی صاحب په تکراری ډول وایی چی د سولی اصلی کیلی د امریکا او پاکستان په لاس کی ده معلوم داره خبره ده
    وروسته د اورکم له مودی طالب نظامیانو خپلو جنګیالیو ته ویلی چی د افغان دولت پر وړاندی جګړی د زور ورکړی او ورسره سره تیر ورځ قریشی وویل چی ۵۰۰۰۰ طالب بندیانو او ۱۰۰۰ تنه دولتی بندیانو په ازادیدو کی دواړه ژر تر ژره ګام پورته کړی

    او ورسره سره حمد الله محب ویلی چی د طالبانو سره د افغان دولت ۱۰۰۰ تنه بندیان نشته نو اوس دوی په لویو لارو کی عام ولس له موټر ښکته کوی ترڅو همدا تعداد پوره کړی مګر نړیوال پدی هم پوهیږی چی د طالبانو سره د افغان دولت نظامی زندانیان ټول په کوټه او پیښور کی د دوی د نظامی شورا ګانو تر څار لاندی بندیان دی یعنی ټول بندیان اوس هم د پاکستان په ولکه کی دی
    http://www.taand.com/archives/139240
    طالبان له اسلام اباد سره خپلې اړیکې څنګه تعریف کوي

    http://www.taand.com/archives/142497
    د افغانستان د هوایي برید جنازې ولې پاکستان ته ځي!؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *