عبدالله عبدالله

تاند، سه شنبه، د حوت ۱۳مه: اجرائيه ریاست وایي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یې له خپل لوري د ټاکل کېدونکي پلاوي نوملړ نهایي کړی دی.

د اجرائیه ریاست ویاند امید میثم ویلي، سپیدار ماڼۍ او د ثبات او همپالنې ټیم له سیاسیونو او مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته د پلاوي نوملړ نهایي کړی او تمه ده چې ارګ د حکومت د یوې برخې په توګه په هغه کې برخه واخلي.

بلخوا د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې یوه غړي فضل احمد معنوي هم ویلي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته د ولسمشرۍ انتخاباتو د لانجو د حل په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او اوس چې ولسمشر غني د لوړې مراسمو لپاره بېرته چمتووالی پیل کړی، نو عبدالله عبدالله هم په ولایتونو کې والیان معرفي کوي: (( هغو کسانو چې هم د امریکا او هم د افغان سیاستوالو له لوري منځګړیتوب کاوه هغوی هم اوس کوم تګ راتګ نه لري، اوس چې ارګ د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی نیسي، اجراییه ریاست هم په دې اړه بېرته خپلې ناستې پیل کړې او د والیانو د معرفي کېدو بحث یې بیا پیل کړی.))

د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې مشر عبدالله عبدالله ته یوې بلې نږدې سرچیني هم تایید کړې، چې ټاکل شوې په تخار، بدخشان، فاریاب او دایکندي ولایتونو کې د عبدالله عبدالله له لوري والیان معرفي شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبد رب رسول سیاف په منځګړیتوب د ټاکنیزو لانجو د هل لپاره هلې ځلې پيل شوې وې.

تازه پخواني ولسمشر حامد کرزي او استاد سیاف یو ځل بیا له ډاکتر عبدالله سره کتلي دي.

One thought on “عبدالله خپل مذاکراتي پلاوی او خپل ۴ نوي والیان ټاکي”
  1. سلام
    ددې مظلو م ،یتیم ، بې وزله ولس ،محروم او بې برخې قشراقتصا
    دی حالت خو به دی کله په خوب لیدلی وی چې له ۵۵ ٪ زیات خلک یې په یوه دالر خپلې شپې او ورځې سباکو ی
    اوپه څو لسیزو کې د وچ سیاست په نوم په سرو اورونو کې وسوزید هیهات ! او افسوس پر دې تمدن
    کله مې چې ستا خپه او پرېشانه څېره ولیده نو د مرحوم علامه اقبال دا مصرعه را په یادشوه : قبا ءیل هول ملت کې وحدت مین ګم
    ما چې داستاد سیاف او پخوانی ملامت مشر څنګ کې په برګه کرتۍ او پطلون کې ولیدی نو چرت می له مقایسی سره د استقلال او ازادی دمفهوم په ژورو کې ورک شو لاړ،استقلال د ملتونو د پرمختګ یوازې وسیله ده او داجتماعی او انفرادی ارتقا روح ، مبارکه ده هغه ازادی چې استقلال ترې وزیږی او بختوردی هغه استقلال چې د ڼړۍ دنورو ملتو نو دپاره د ڼړیوالې سولې او امن دپاره یوه بهترینه پوړۍ ثابته شی
    یوشاعر وایی
    کار او بار دمصلحت په ژبه کیږی
    مصلحت د سلطنت په ژبه کیږی
    چې د چا خوله کې خوږه ژبه غړیږی
    دموچانو به شان خلک پرې بو ڼیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *