تاند، سه شنبه، د حوت ۱۳مه: ولسمشر غني نن د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار د عمومي وضعیت د ارزونې او د دغه ولایت له خلکو څخه په ټاکنو کې ده ته پراخې رایې د ورکړې له کبله مننې لپاره ورسېد.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، له ولسمشر سره د وزیرانو، چارواکو او رئیسانو یو ۵۰ کسیز پلاوی هم ور رسېدلی دی چې نن به ټوله ورځ له امنیتي مسوولانو، ښځو، قومي مشرانو او ولسي خلکو سره لیدنې ولري.

بلخوا د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په ننګرهار کې دا مهال د نیالګیو کینولو موسم په درز کې روان دی او ولسمشر به هم د پسرلي پيل او نمانځنه د نیالګي په کینولو وکړي.

ننګرهار هغه ولایت دی چې ولسمشر ورته تر نورو ولایتونو زیات سفرونه کړي دي او دغه ولایت کې د ولسمشر رایې او پلویان هم زیات ښودل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *