تاند، سه شنبه، د حوت ۱۳مه: د پاکستان د خلکو ګوند یا پيپلز پارټۍ د امریکا او طالبانو د سولې په هوکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي، د افغان حکومت په څېر له یو باصلاحیته لوري شاملولو پرته به دا هوکړه بریالۍ نه شي.
د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په یوه اعلامیه کې ویلي، یوازې افغان رهبري او د افغانانومالکیت په سیمه کې د ثبات راوستلو جوګه کېدلای شي، مګر د سولې پروسه له افغان حکومت، افغان وګړو، افغان ملي شورا او افغانو ښځو له ګډون مخته تللې په داسې حال کې چې هره ورځ بریدونه هم په دغو خلکو کېږي.
بلاول بوټو زرداري دا اعلامیه په داسې حال کې د رسنیو پر وړاندې ولوسته چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر راجه پرویز اشرف او د ګوند نور لوړ پوړي غړي قمر زمان کایره، چودري منظور، د سند ایالت وزیر ناصر شاه او منور انجم یې هم په خوا کې ناست وو.
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145558
بلاول بوټو زرداري ویلي، که مذاکرات د افغانانو په ګټه وي او څلویښت کلن ناورین ته په کې جمهوري حل لاره را ایستل کېږي، نو هرکلی یې کوي، خو که دا پروسه د امریکا د ولسمشر په یو ټویټ داسې پيل شوې وي چې افغان حکومت په کې شامل کړای شوی نه دی نو د امریکا او طالبانو د خپلمنځي هوکړې بریاليتوب له شک سره مخ کېږي.
بلاول بوټو ویلي، که پاکستان غواړي چې په امریکايي ټاکنو کې د ټرمپ له بریا سره مرسته وکړي، نو دا سوله به سوله رانه وړي او نه به پاکستان یا افغانستان ته کومه ګټه وکړي.
لدی مخکی زیاتره افغان سیاسیون او افغان دولت نړیوالو ته شکایت کاوو چی دا ډول سوله تنها د ټرمپ د بیا بریا لپاره مګر اوس بلاول بوټو بیا پاکستان چارواکو ته وویل چی په اصل کی همدا تاسی غواړی چی امریکا لاړ شی او بیا دلته هغه د ۴۰ کاله پخوا پالیسی تطبیق کړی او افغان ولس بیا د ۴۰ کالو لپاره په اور کی للوپه کړی مګر اوس ټول نړی د پاکستان او امریکا په دریځ پوه شوی خو ټرمپ صلاحیت نه ورکوی چی نړیواله ټولنه د پاکستان د ظلم او د جنګی ډلو سره د ملاتړ په اړه ګام پورته کړی ځکه خو داسی ویل کیدل چی پاکستان به د مارچ میاشت کی تورلیست ته لاړ شی مګر همدا امریکا وو چی پاکستان د تور لیست خبره یی جون یا جولای میاشتی انتقال کړه
نو لدی ښکاری امریکا د افغان ولس لپاره سوله نغواړ او غواړی چی ټرمپ بیا ځلی بریالی شی دلته د ۵ کالو لپاره بیرته په طالبانو برید وکړی لکه څرنګه یی چی مخکی ویلی وو چی که کوم ګواښ پیښ شو بیرته ګرځو
مګر ددی پر ځای چی پدی ۱۹ کلنه دوره کی افغان نظامی ځواک پیاوړی کړی پخپل سر یی چاپی وهلی او د افغان ولس په ښادی او غم مراسمو باندی یی بمبار کولو چی د خلکو له غبرګون سره مخ شو