تاند (سې شنبه، د حوت۱۳) متحده عربي امارات د کورونا وایرس د تشخیص ۵۰ زره الې افغانستان ته وړیا ورکوي.

د روغتیا وزارت ویندوی وحیدالله مایار نن (سې شنبه) خبریالانو ته وویل، متحده امارات افغانستان ته دا ۵۰ زره الې، چې تر ۳ ملیون ډالره زیات ارزښت لري، افغانستان ته ورکوي چې د کورونا په وایرسو اخته کسان پرې وپېژني.

تر اوسه پورې په افغانستان کې د یوه تن کورونا تشخیص شوې چې د ایران له قُم ښاره هرات ته راغلی و.

له دې پېښې وروسته ګڼو نورو کسانو هم پر ځان د کورونا شک وکړ خو د وینې معاینو یې وښودله چې کورونا نه لري.

افغانستان د کورونا د تشخیص د الو ترڅنګ د کورونا د تشخیص مرکزونو ته هم ډېره اړتیا لري. اوس د هر مشکوک کس وینه پلازمېنې کابل ته استول کېږي او په ځنډ معلومېږي چې دا وایرس لري او که نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د چین او ایران ترمنځ پروت دی چې په دواړو کې کورونا خورا ډېره خپره ده.

په ایران کې، دې ته په پام چې ګڼ جګپوړي چارواکي پرې اخته شوي، اټکل کېږي چې تر هغه څه چې د دغه هیواد حکومت یې اعلانوي، خورا ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

له ایران سره د افغانانو تګ راتګ ډېر دی او په اسانه دا وایرس افغانستان ته لېږدېدای شي.

دا ناروغي په تبه پیلېږي، وچ ټوخی ورسره مل وي او یوه اوونۍ وروسته ناروغ ته ساډوبي پیدا کېږي.

د افغانستان ولسمشر له کورونا سره د مبارزې لپاره د ۲۵ ملیون ډالرو معادل بودجه ځانګړې کړې ده.

د کورونا وایرس د خپرېدو له خاطره ډېر خلک یو بل ته لاس نه ورکوي. د جرمني صدراعظمې د دوشنبې په ورځ یوه سیاستوال ته لاس ورکاوه خو هغه لاس ورنه کړ. مېرمن میرکل په دې کار خوابدې نه شوه:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *