تاند (چهارشنبه، د حوا ۱۴) په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویندوی وویل، د امریکا هوايي ځواک نن (چهارشنبه) په هلمند کې پر طالبانو بمباري وکړه.
دا له کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره موافقه لاسلیک شوې ده، د طالبانو پر ضد د امریکايي ځواکونو لومړنی برید دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د پوځ ویندوی پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، وسله والو طالبانو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو پر له پسې حملې کولې نو امریکايي ځواکونو د دې لپاره چې د طالبانو د حملو مخه ونیسي، پر هغوی یې بمباري وکړه.
ده زیاته کړې چې امریکا د سولې پر موافقې ولاړه ده خو طالبان باید بې ضرورته حملې ودروي او پر خپلو هغو ژمنو ودرېږي چې د دوحې په موافقه کې یې کړي دي.
له کبله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شوې طالبانو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي چې په لړ کې یط په لسګونو امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د امریکا او افغانستان د هغې ګډې اعلامیې پر اساس، چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې خپره شوه، امریکا او ناټو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او همداراز د افغانستان د دولتي ادارو ملاتړ ته ژمن دي.
د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، باید اورکم دوام وکړي او د مارچ په لسمه بین الافغاني خبرې پیل شي.