تاند، چهار شنبه، د حوت ۱۴مه: د امریکا د ملي امنیت پخوانۍ سلاکاره سوزان رایس له طالبانو سره د واشنګټن د سولې هوکړه یوه ژوره تېروتنه او له خرابۍ ډکه بولي.
نوموړې نیویارک ټایمز ته په تازه لیکلې مقاله کې ویلي، دا هوکړه د سولې لپاره ښه ده، خو د پلي کېدو امکان یې ډېرکم دی.
نوموړې ویلي، طالبانو ته امریکا ډیر څه ورکړل خوپه بدل کې یې ډېر لږ څه واخیستل: (( امریکايي لوري ویلي، له افغانستان څخه به شرایطو ته په پام وځو، خو د هیڅ ډول سیاسي او نظامي شرایطو یادونه یې په هوکړه کې نه ده کړې.))
نوموړې ویلي، په هوکړه کې د افغان دولت حاشیې ته کول او په هوکړه کې يې حتی نوم نه ذکر کول دا معنا ورکوي چې امریکا طالبان په رسمیت پېژندلي دي او افغان حکومت یې نور هم تضعیف کړی دی: (( د پوځونو ایستل او پر طالبانو د بندیزونو لرې کولو سره به امریکا په افغانستان کې د ښځو د حقونو مبارزه نوره هم کمزورې کړي.))
نوموړې ویلي، امریکا په څو میاشتو کې د افغان مذاکراتو نتیجې ته په تمه ده، خو کیدای شي دا کار کلونه ونیسي او په دې صورت کې امریکا کیدای شي افغانان بیرته طالب لیوانو ته پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر، دفاع وزیر او د باندنیو چارو وزیر په جلا جلا بیانونو کې ویلي که طالبان د سولې له هوکړې سرغړونه وکړي، دوی به یې سخت وځپي.