تاند، چهارشنبه، د حوت ۱۴مه: د طالبانو د قطر سیاسي دفتر د سولې له هوکړې وروسته په هلمند کې پر طالب وسله والو د امریکا د هوايي برید په ځواب کې ویلي، دغه ډله د سولې د هوکړې ټولې مادې یو په بل پسې عملي کوي تر څو د جګړې د زیاتوالي مخنیوی وشي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، امریکا باید د سولې دهوکړې پر وړاندې ټول خنډونه له منځه یوسي تر څو دایمي سولې ته زمینه برابره شي.
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145673
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغان ځواکونو وړمه ورځ ۱۸ ولایتونو او له تېرې ورځې راهیسې په ۱۵ ولایتونو کې بریدونه کړي دي، خو نن د هلمند نهرسراج کې بیا امریکايي ځواکونو طالبان په نښه کړي دي.
د پاکستان د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو چرمېن سناتور مشاهد حسین وايي چې د جنرال ضیا الحق له وخته دا پرېکړه شوې چې افغانستان د پآکستان (۵) ایالت دی او دپآکستان سرحد باید آمو سیند وي .
نوموړی زیاتوي چې د د صدر غلام احساق په وړاندي د پآکستان بجټ یا بودیجه جوړېدله چې دافغانستان لپاره ځانګړې بودیجه هم موجوده وه چې د پنځمې صوبې نوم ورکول شوی وو.
مشاهد حسین زاتوي چې : « ما پخپله جنرال ضیا نه پوښتنه وکړه او هغه دا خبره راغبرګه کړه چې افغانستان د پآکستان پنځمه صوبه ده او زموږ سرحد یا بارډر باید له تاجکستان سره وي. »
نوموړی وايي چې تر دې وروسته د پآکستان د استخباراتيادارې (آی ایس آی) پخواني مشر جنرال حمید ګل هم په ډاګه دا خبره کوله چې افغانستان باید د پاکستان د (۵) ایالت په څېر کنټرول شي.
د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو چارو د کمېټېر چرمین مشاهد حسین د جیو تلویزون په کپیټل ټاک پروګرام کې دا خبری وکړې .
نوموړی وايي چې له (۱۹۷۹) بیا تر (۱۹۸۹) کال پوري د سي آی آې له لوري افغانستان جګړې ته دوه پواینټه یو بیلیون ډالر پاکستان ته ورکول شول .
هم داراز ده مشاهد حسین په وینا چې دوه لکه عرب مجاهدین او ۲۰۰۰۰ شل زره رضا کاران پآکستان تربیه کړل او هغه وخت د امریکا په اندازه یو عشاریه ۲ پیلیونه ډالر سعودي عربستان هم پآکستان ته ورکړل .
که څه هم ښاغلی مشاهد حسین واييچې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او باید په خپلواک نظر ورته وکتل شي، خو ګڼ نور پاکستانيسیاستوال اوس هم په پرله پسې ډول د پاکستان پر تلویزوني چېنلونو په پرله پسې ډول دا خبره کوي چې طالبان د پاکیستان پیاوړی قوت دی او په کار دي چې د اشرف غني نظام ړنګ او ځای یې طالبان ونیسي.
په پاکستان کې پر رسنیو هره ورځ ورته بحثونه وياو ډېری سیاستوال او پوځي پال خبریالان او ریټایرډ پوځي افسران دا وايي چې افغانستان ددوی پنځمه صوبه یا ایالت دی او چارې یې باید پاکستان ته وسپارل شي.
دا خبريوروسته له هغه په پاکستانيرسنیو کې زیاتيشوې چې امریکا او وسله والو طالبانو په دوحه کې د سوليتوافق نامه لاس لیک کړه او دواړه لوریو یو پر بل بریدونه ودرول .