تاند(چهارشنبه، د حوت۱۴) په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان سکاټ میلر وايي، د ناټو او امریکا پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
سکاټ میلر دا څرګندونې نن وروسته له دې وکړې چې امریکايي پوځیانو د سولې له موافقې وروسته د لومړي ځل لپاره پر حمله کوونکو طالبانو بمباري وکړه.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د شنبې په ورځ (فبروري ۲۹) په دوحه کې د امریکا او طالبانو له موافقې وروسته طالبانو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې حملې پیل کړي چې په لړ کې یې د ۲۰ ملکیانو په ګډون ۶۰ تنه وژل شوي دي.
د طالبانو د زیاتېدونکو حملو په ځواب کې د امریکا هوايي ځواک په هلمند کې پر طالبانو بمباري وکړه او د راپورونو له مخې دې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال میلر نن په کابل کې د ځانګړو افغان ځواکونو قول اردو ته لاړ او ویې ویل«موږ د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو. که اړتیا وه په دې کې د افغان امنیتي ځواکونو د دفاع لپاره هوايي ملاتړ هم شامل دی. نو دا به دوام وکړي او موږ د ځواکونو (افغان او نړیوال) ترمنځ ګډې هلې ځلې کوو….»
روسیې، چې له تېرو ۵ کلونو راهیسې یې له طالبانو سره ملاتړ زیات کړی دی، په هلمند کې پر طالبانو حمله د قطر د موافقې سرغړونه بللې ده.
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145704
د جنرال میلر تر څرګندونو مخکې د امریکا د پوځ یوه ویندوی ډګروال لیګیت ساني په هلمند کې پر طالبانو د حملې په اړه وویل، وسله والو طالبانو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو پر له پسې حملې کولې نو امریکايي ځواکونو د دې لپاره چې د طالبانو د حملو مخه ونیسي، پر هغوی بمباري وکړه.
ده زیاته کړې چې امریکا د سولې پر موافقې ولاړه ده خو طالبان باید بې ضرورته حملې ودروي او پر خپلو هغو ژمنو ودرېږي چې د دوحې په موافقه کې یې کړي دي.
ډګروال ساني لیکلي«یوازې د مارچ په درېمه طالبانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو ۴۳ حملې کړي دي. طالبان ادعا کوي چې له نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان د ازادولو لپاره جنګېږي. د فبرورۍ د نهه ویشتمې د موافقې پر اساس له افغانستانه د ځواکونو ایستل مشروط دي.»
د طالبانو د حملو شدت او د امریکا د هوايي ځواک ځوابي برید د سولې د موافقې د عملی کولو لپاره د افغانانو هیلې په نهیلۍ بدلې کړي دي.
خو په هلمند کې بر طالبانو له بمبارۍ او د امریکا د پوځي چارواکو له څرګندونو وروسته د طالبانو د قطر د دفتر د ویندوی سهیل شاهین څرګندونو یو وار بیا هیله پیدا کړې چې ښايي پر افغان امنیتي ځواکونو حملې د طالب مشرانو ستراتیژي نه وي بلکې په طالبانو کې د یوې وړې سختدریځې ډلې، چې د سولې مخالفه ده، د سولې خلاف یوه هڅه وي.
سُهیل شاهین لیکلي:
د امریکا او افغانستان د هغې ګډې اعلامیې پر اساس، چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې خپره شوه، امریکا او ناټو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او همداراز د افغانستان د دولتي ادارو ملاتړ ته ژمن دي.
د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، باید اورکم دوام وکړي او د مارچ په لسمه بین الافغاني خبرې پیل شي.