د کلي عامه کتابتون، هلته کتابتونونه جوړوي چې خلک یې له امکاناتو بې برخې، د کتاب د تر لاسه کولو څخه بې وسه او په عام ډول کتابونو ته لاسرسی نه لري.
د کلي عامه کتابتون کار کوونکي، په سوال او ګډایۍ کتابونه ټولوي، د خلکو دروازې ټکوي، پر خپرندیو ټولنو او لیکوالانو ګرځي، د کتابونو د اخیستو لپاره چندې کوي او په کلیو او لرې پرتو سیمو کې د پوهې پیکه ډېوه مړه کېدو ته نه پرېږدي؛ دوی د پوهې په ارزښت پوهېږي. د با استعداده ټولنې جوړېدل یې هیله ده، د فکرونو په روښانه کولو او د قلمي مبارزې په بریا باوري دي، له همدې امله یې، شپه او ورځ یوه کړې او د خوار ملت د علمي کچې د لوړېدو لپاره یې د کتابونو سوال او بې شمېره ستړياوې پر ځان منلې دي.
دوی کوم مالي او مادي امتیاز ته کار نه کوي، بلکې هېوادنۍ مینه او ټولنیز احساس یې نه پرېږدي چې هېوادوال یې د ناپوهۍ په تورو تیارو کې ورک، بې لارې او یو له بله لرې شي؛ دغه راز دوی د زده کړو په لاره کې سختۍ لیدلې او د کلیو له بې شمېره سختیو خبر دي؛ نه غواړي، چې هېوادوال یې د ستونزو ښکار او له زده کړو پاتې شي؛ دوی د خپلو لرې پرتو کليوالو کورونو ته کتابونه رسوي او په ټولنه کې کتاب لوستل رواجوي.
دوی پوهېږي، چې ټولې بدبختۍ، ناخوالې، زور زیاتي او نور له ناپوهۍ زېږي؛ له همدې امله د ناپوهۍ له منځه وړل د ځان مسؤلیت بولي او د باثباته ټولنې د جوړېدو لپاره هڅې کوي؛ دوی له بل هر چا د پوهې په ارزښت خبر دي او له هر چا یې د پوهې تشه ښه درک کړې؛ ځکه یې د پوهې د عامولو لپاره مټې بډ وهلې او د عامو خلکو د ذهنونو روښانه کول یې خپله دنده بللې؛ دوی درک کړې، چې تیاره او بند ذهنونه د هرې بدبختۍ ځالې دي؛ اسارت، بلواکي او بې له پېژندلو په یو چا پسې کېدل له همداسې ذهنونو سرچینه اخلي.
د کلي عامه کتابتون کارکونکي، د پوهې راڼه ستوري دي، دوی د پوهې څراغ په لاس کلي په کلي ګرځي او خلک د جهل له وېروونکې خولې ژغوري.
دکلي عامه کتابتون کارکونکي باید وستایل شي، د پوهې د عاموونکو او کتاب دودونکو مډالونه ورکړل شي، مرسته ورسره وشي او درناوی یې وشي، ځکه داسې با احساسه او وړیا کتاب او پوهه رسوونکي هر څوک نشي کېدی.
د دوی ټولو احساس، علم دوستي، له هېواد او هېوادوالو سره مینه بې ساري ده؛ عمرونه یې اوږده، نېکمرغۍ یې په برخه او بریاوې یې ملګرې.