مایک پامپیو

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۴) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په افغانستان کې د وروستیو ورځو تاوتریخوالی د نه منلو وباله خو ویې ویل چې له دې سره سره به امریکا د سولې د پروسې ملاتړ ته دوام ورکړي.

پامپیو د پنجشنبې په ورځ د بندیانو د تبادلې پر اړتیا ټینګار وکړ، ویې ویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې دی چې دا مسایل حل کړي.

ده وویل، خبره دا ده چې افغانان سره یو شي او رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي.

طالبان وايي چې د افغانستان حکومت دې د دوی ۵ زره بندیان خوشي کړي او دا ژمنه امریکایانو ورکړې ده خو د افغانستان حکومت وايي چې طالب بندیان به هغه مهال خوشي کړي چې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

پامپیو وویل، تاوتریخوالی باید ژر تر ژره کم شي.

One thought on “پامپیو، باید په افغانستان کې تشدد کم شي”
  1. طالبان هغه خلک وژني چې دوی یې د مشرتوب او زعامت ادعا کوي.
    که فرض کړو سبا طالبانو د افغانستان له دولت سره سوله وکړه ، یو واحد او مرکزي دولت یې جوړ کړ، هغو کونډو ، یتیمانو او معیوبینو ته چې د دوی له خوا دې حالت ته رارسېدلی دی ، څه جواب ورکوي او په کومو سترګو به دوی ته ګوري؟
    او بالاخره د محشر په ورځ به الله ج ته څه ځواب وایی چې مونږ ولې بېګناه انسانان د فکیستان په امر او یا د خپل جهالت ، لجاجت او تکبر له امله وژلی دي.
    هیله ده چې کوم څوک دوی ته د الله ج دا حکم چې له خپلو مسلمانانو ورونو سره په ترحم سره ژوند وکړئ بیان کړي. د الفتح مبارکه سورة 29 آیت.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *