تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه تازه تلویزیوني مناظره کې له ولسمشر غني سره یوې معاملې او ګډ کار ته لیوالتیا ښودلې ده.
نوموړي وویل چې د ټیم غړو یې په همدې موخه د ډاکټر غني د ټیم له استازو سره مذاکراتي ناسته درلوده او ښایي دا لړۍ دوام پیدا کړي.
ډاکټر عبدالله زیاته کړه، د والیانو د ټاکلو لړۍ یې درولې او اوس د امریکا اږ خلیلزاد په تمه دی چې هغه ددې لانجې د حل لپاره څه کوي.
نوموړی وویل، که څه هم درې ځل ټاکنو کې ګټونکی نه شو خو په وینا یې د خلکو په زړونو کې ولسمشر دی او دا ځل هم د بحران د مخنیوي لپاره یو حل ته چمتو دی.
ډاکټر عبدالله د طلوع شبکې مناظره کې ویلي،: (( نه خپله نسخه لرم نه امریکایانو کومه نسخه وړاندې کړې مګر د ملي یووالي حکومت که ستونزې لرلې د کړکیچ مخه یې هم ونیوله.))
د عبدالله په خبره له طالبانو سره مذاکراتي پلاوی باید ټول شموله وي او د افغانستان له آدرسه باید یو پلاوی ګډون ولري.
نوموړي وویل چې د مذاکراتو تر پیل مخکې هیڅ شرط نه لري، خو په وینا یې چې کله مذاکرات پیل شول بیا به له هغو ارزښتونو دفاع وکړي چې د هغوی لپاره یې جګړه کړې.
نوموړي ټینګار وکړ چې د تحلیف مراسمو ته بشپړ چمتووالی لري خو زیاته یې کړه چې د یوه شفاف او واحد حکومت لپاره هره نسخه چې په پام کې وي، دی یې هرکلی کوي، تر څو د دوه تحلیفونو د ترسره کیدو له امله هیواد د بحران خواته ولاړ نه شي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو ګټونکی دولت ساز ټیم له عبدالله سره د هر ډول معاملې امکان ردوي او وایي، هیڅوک په خپل سر ځان ولسمشر نشي اعلانولی نه هم هیواد بحراني کولی شي.