تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: عبدالله عبدالله که څه هم د ټاکنیز بحران د حل په موخه د ځینو منځګړو په مشوره له ګټونکي ټیم سره د جوړ جاړي په خاطر د خپل مذاکراتي ټیم د ناستو د پیل خبر ورکړی، خو اوس ثبات او همپالنه وایي، د ولسمشر غني له ټیم سره د مذاکراتو لومړۍ ناسته یې بې پایلې وه.

د عبدالله د ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند په ټویټر لیکلي، چې د دواړو ډلو تر منځ مخامخ خبرې د زلمي خلیلزاد او حامد کرزي په غوښتنه تېره ورځ ماسپښين مهال د بهرنیو چارو وزارت په سالون کې ترسره شوې.

د فرهمند په خبره، غونډه کې د روان بحران د حل لپاره د دواړو لوریو طرحې واورېدل شوې؛ خو مذاکرات له کومې مشخصې پایلې پرته پای ته ورسېدل.

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشر اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په وړلو سره بریالی اعلان کړ او عبدالله عبدالله یې د ۳۹ سلنه رایو په اخستلو سره ناکام اعلان کړ خو عبدالله بیا ځان د ټول شموله حکومت مشر وښود.

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/145805

د دغې خبرې څخه وروسته دولت ساز موازي حکومتونه مردود وبلل او زیاته یې کړه په هیڅ صورت اجرائیه ریاست ته په نظام کې نور ځای نه ورکوي.

د ولسمشر غني دریځ دا دی چې اجرائیه ریاست ناکامه تجربه او د اصلاحاتو په راوستلو کې یې تل د چیلک انداز رول لوبولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *