د کابل د اسعارو په مارکيټ کې د پنجشنبې پر ورځ يو ډالرو په ۵۸،۲۰ پيسې بدلېده. اټکل داسې دی چې نور به هم لوړ شي. د کابل په بازارونو کې د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ۷۵ افغانيو ته رسېدلې ده. په تېرو دوو مياشتو کې په پرله پسې ډول د خلکو د اخيستو ځواک کمزوری شوی دی، ځکه هر څه د ډالر په ارزښت پسې تړلي دي او ډالر د افغانۍ پر وړاندې مخ په بره روان دی. د دې ټولو سرچينه له امريکا سره د امنيتي او دفاعي همکاريو تړون دی چې دا مهال يې له لاسليک څخه د ولسمشر کرزي نټه کوي. اوسنی وضعيت موږ ته ښيي چې له امريکا سره له ۱۲ کلونو ګډ کار وروسته هم د ملګرتيا جوړول تر هغه ډېر پېچلي  ښکاري چې په اړه يې فکر کېږي.

ولسمشر کرزی په ډاډ وايي چې امريکا نه وځي نو ځکه به دده شرطونه مني او بيا به تړون ورسره لاسليکوي. امريکا په ډاډ وايي چې د ډيسمبر ۳۱مه، به له افغانستان سره د دوی ملګرتيا ته لوری وټاکي. د ولسمشر دغه ډاډ د پاکستان او ايران په ګډون ځينې ګاونډي نا ارامه کړي دي، په تېره بيا هغه چې په افغانستان کې د يوه کمزوري حکومت په راتلو او يا د نظام په چپه کېدو کې خپلې ګټې لري.

د امريکا د پاتې کېدو په اړه د ښاغلي کرزي دغه تصور د عامو خلکو له هغه سره ډېر توپير نه لري. عام خلک د افغانستان معادن هغه څه يادوي چې امريکا يې زرګونه کيلومتره لري راتلو ته اړه کړې او دلته غواړي پاتې شي. ځينې خلک د شلمې پېړۍ جيوپوليټک ارزښتونه اوس هم يادوي چې ګني له افغانستانه پرته په سيمه کې کوم بل هېواد دغسې يو ارزښت نه لري.

ځينې فکر کوي چې امريکا د روسيې او چين پر وړاندې له افغانستان څخه د سپر کار اخلي، دوی دا هېروي، چې امريکا په جاپان، کوريا او د هند سمندر کې د افغانستان په پرتله ډېر پوځي لنګر اچولی دی او دغه راز په چک جهوريت کې د توغندي ضد دفاعي سيسټم په لګولو سره يې له اروپا او امريکا څخه د روسيې د بريد ګواښ کم کړی دی.

تر اوسه پورې ولسمشر په وار- وار ويلي چې امريکا نه وځي خو دا راز هم له ده سره دی چې امريکا ولې نه وځي؟ ممکن يوه ظاهري پلمه د امريکا د ملي امنيت خوندي کول وي خو دا کار داسې هم کېدای شي چې په افغانستان کې يو کمزوری حکومت پرېږدي او دوی پکې د يمن په څېر له نورو سيمو څخه د بې پيلوټه الوتکو په مرسته خپل اهداف په نښه کړي.

بريتانيا- پاکستان

نن د پاکستان لومړی وزير نواز شريف کابل ته راځي. تمه ده چې نواز شريف به د سولې په خبرو کې ولسمشر کرزي ته جدي ژمنه ورکړي چې ورسره به مرسته کوي. د نواز شريف مخکې له مخکې پلان شوی سفر دی خو دا ځل يې په اجنډا کې د بريتانيا د خوښې ټکي شامل دي. بريتانيا منلې چې پاکستان به هڅوي چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې سمه مرسته وکړي او افغانستان به امنيتي تړون لاسليکوي. د بريتانيا لېوالتيا د ټولې اروپايي ټولنې او يا د ناټو په چوکاټ کې د شاملو هغو هېوادونو لېوالتيا ده چې دا مهال په افغانستان کې د ناټو د پوځي يا ملکي ماموريت برخه دي. ځينې سرچينو راته وويل چې ولسمشر کرزی دا ځل جدي دی او هغسې چې په لويه جرګه کې يې وويل له امريکا سره په خپل منځي خبرو کې هم په افغانستان کې د سولې د راوستو غوښتنه کوي. خو د ولسمشر کرزي ټينګار دده بلې غوښتنې زيانمن کړی دی. په ټاکنو کې د بهرنيانو نه لاسوهنه، هغه څه چې د بهرنيانو د ماموريت برخه نه ده او ټولې چارې يې د هغه کمېسيون له لوري پر مخ بېول کېږي چې ټول غړي يې ولسمشر کرزي پخپله خوښه ټاکلي دي. پر پاکستان باندې د برېتانيا اغېزه فوق العاده زياته ده او که بريتانيا وغواړي شونې ده چې پاکستان خپله لوبه بدله کړي. له بلې خوا هغه شرایط هم اوس روښانه شوي دي چې ويل کېدل ولسمشر کرزي د بارک اوباما د ملي امنيت له سلاکارې سوازن رايس په ليدنې کې مطرح کړي و. هغه مهال دا شرايط د ولسمشر شخصي غوښتنې بلل شوې وې خو اوس يې لږ تر لږه يوه رسنيو ته راوتلې او هغه شخصي نه ده.

د ولسمشر کرزي د دفتر مشر عبدالکريم خرم ويلي چې ولسمشر له امريکا غوښتي چې د امنيت شورا پنځه دايمي غړي د دې ضمانت وکړي چې د امنيتي تړون له لاسليک وروسته به په افغانستان کې سوله راځي او يوموټی به پاتې کېږي.

په دغه ضمانت کې بايد ايران، پاکستان او هند هم شامل وي. دا ټول کارونه بايد په راتلونکې يوه مياشت کې وشي. د باندې په دې اړه اندېښنې موجودې دي خو په حکومت کې د ننه د خوشبيني کچه لوړه ده. د دواړو لورو تر منځ له واټن سره سره ځينې هغه حکومتي سرچينې چې د تړون په شخړه کې پر مذاکراتو بوختې دي دې ته خوشبينه دي چې حالت به ژر تر ژره ښيي. لږ تر لږه يوه لوړي پوړي دولتي چارواکي چې د تړون په مسلو کې ډېر ښکېل دی راته وويل، چې د ولسمشر شرطونه به منل کېږي او شونې ده چې تړون د ډيسمبر له شلمې تر ۳۰ نېټې پورې پخپله ولسمشر کرزی لاسليک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *