عموماً کله چې د هیوادونو په سطحه تصامیم نیول کیږي د اهدافو په اړه یې پوهېدنه، وړاندوینه، او تحلیل هم تقریباً باوري وي، ځکه ولسواک هیوادونه چې تصامیم نیسي د یوه فکر، منطق او عقلانیت پر اساس وي او هر کار او اراده چې د واقعیتونو او عقلانیت پر بنسټ نه وي اهدافو ته رسېدل یې ناشونی او یوازې پښېماني او د تجاربو پارمول په میراث پریږدي. خو موږ په نړۍ د داسي دولتونو شاهدان (پاکستان) یو چې د خپلې جوړیدا او بیا تر ننه خپلې خطاګانې محسوس نه کړې نه یې د تجربو څخه استفاده وکړه ، بلکي په ډېر غرور او بې شرمانه توګه یې د خپل ماشوم تاریخ ویاړونه وګرزول. پر هند بریدونه او سختې ماتې، د بنګلدیش ازادي او د لسګونو زرو زیاتو پوځیانو تسلیمي په داسي انداز تجلیلوي چې ګویا نړۍ یې فتحه کړې ده خو په عمل د غیرت اندازه یې دومره ده چې د خپلو طالب ملېشو چې یو وخت یې د افغانستان پر زیاته برخه حاکمیت درلودی د ډاره خپل بیرغ تر پایه پر هغه افغانستان چې دوی پنځمه صوبه بلل په یوه کونج کې اوچت نکړای شو خو بیا د یو شل کاله پخوا په نسبت چې قوی ولسي او نړیوال ملاتړ د ځان سره لري هغه د نویمو کلنو د اشغال احمقانه فکر تر اوسه پالی.
دوی چې د هند چې د دوی په نسبت د قوی اقتصاد ، نظامي او نړیوال سیاسی اعتبار سره سره د کشمیر د عوه چې بنګلدیش يې هم ورته وبایلی پرېنښودل د دوی د فکر، حماقت او لیونتوب اندازه معلومېدلای شي.
د داسي هیواد لکه پاکستان چې مشران یې لېونیان او احمقان وي ، د انګریزانو جوړه لوبته چې اوس یې امریکا نڅوي ، پر کړونو قضاوت کیږي پر بهرنۍ پالیسۍ یې تحلیل او وړاندوینه ځکه بې ګټې ده چې حماقت، لېونتوب، مریتوب؛ فکري استقلالیت، ثبات او اسقرار نه لري او د دې ټولو په موجودیت کې داسي یقیني وړاندوینه چې د یاد جعلي هیواد ګټې یا زیانونه پکښي نغښتي وي ناممکنه ده.
ددغه جعلي هیواد بقا د دوی په احمقو او لیونیو مشرانو پوري نه ده بلکي د نړۍ لویو قوتونو د استعمال د الې په توګه ساتلې ده چې کله او هم کم ځای يې وغواړي استعمالوي.
د افغانستان پر خلاف د خپلو ملېشو [طالبانو] جنګول دوی په همغه هدف وشوه یا کیږي چې دوی د ډاکټر شهید نجیب الله پر خلاف وه په داسي حال کې چې د هغه وخت او اوس لکه اسمان او مځکه دومره توپیر دی.
دا چې په رشتیا پاکستان د امریکا د ډالرو په مقابل طالبان پلوري؟
او یا داچې په رشتیا دوی هغه ګټې تر لاسه نه کړې چې د طالب په بغاوت کې یې هیلې لرلې؟
او یا داچې خپلو اقتصادي مجبوریتونو له امله غواړي دا ملېشه وپلوري او که د شهید ډاکټر نجیب الله د وخت سناریو د بیا تکرار شیطاني خوبونه ویني؟
وخت به یې معلومه کړي خو ښکاره حقیقت دادی تر هغه چې د پاکستان په نوم د شیطانانو ځاله د مځکي پر مخ وي د افغانستان او د افغانستان د نظام د ښمني به یې په شیطاني مغزو کې تل تر تله پاته وي.
امریکا او نړیوال ټولنه پدی پوهیږی چی کله غازی امان الله خان او هغه افغان لښکر انګریزانو ته په کمه اسلحه ماتی ورکړ نو برتانوی هند ځواکونو د پښتنو د غچ اخیستو لپاره د هند یوه برخه او د افغانستان یوه برخه جدا کړه او ۱۹۴۷ کی د پاکستان په نوم یو هیواد جوړ کړ په هغه وخت کی افغان دولت په ملګری ملتونو په سازمان کی یاد هیواد په رسمیت ونه پیژانده نو لدی معلومیږی چی پاکستان د برتانیی په ذریعه جوړ شوی هیواد دی
کله چی د داود خان په وخت کی په افغانستان د ګوندونو ترمینځ اختلاف پیدا شو نو مسعود، حکمتیار او مولوی محمد نبی په هغه وخت کی پاکستان مراجعه وکړ او له پاکستان څخه یی مرسته وغوښته مګر درحالیکه چی روسان د ببرک کارمل په وخت کی افغانستان ته راغلل نو لدی معلومیږی چی پاکستان د داود خان په وخت کی د مسعود یعنی جمعیت ډلی او حکمتیار یعنی حزب اسلامی سره نږدی اړیکی درلودی نو کله چی روسان راغلل نو بیا همدی دریواړه کسانو دلته د ولس له احساساتو ګټه پورته کړ د روسانو پر ضد یی هلته ښکته پښتونخوا کی ځالی او پټنځایونه جوړ کړل چی پدی کی د امریکا او برتانیی او چین ورسره همغږی وو
چی پدی وخت همدی ۷ یا ۸ جنګی ډلی جوړی شوی او دلته یی بنیادی دستګاوی او دولتی زیربنایی فابریکی ورانی کړی او کباړ یی پاکستان ته انتقال کړ
چی دلته همدی پاکستان د پورتنیو جنګی ډلو په وسیله افغان ولس او دلته شته کدرونه په ډول ډول نومونو ووژل او ترور یی کړل چی همدا کیسه اوس له منظور پښتون له ډلی سره کیږی
چی دا برتانیی ارمان وو چی پوره شو یعنی همدا پښتانه وو چی برتانیی یعنی انګریزانو ته یی دری ۳ ځلی ماته ورکړ
هغه اهداف چی پآکستان درلودل وو چی نواز شریف یی له اعدام خلاص کړ افغانستان سل کلنه اردو یا نظامی ځواک له مینځه وړل وو
مګر امریکا پدی پوهیده او پوهیږی چی مخکی له ۷ یا ۸ جنګی ډلو همدی پاکستان ملاتړ کاوو او اوس یی پدی ۱۹ کلنه جګړه له طالبانو او القاعده ډلی مشران ملاتړ کاوو چی د وخت په تیریدو سره هرڅه روښانه شول چی اسامه بن لادن په اسلام آباد کی آیبت آباد کی ووژل شو همدارنګه ملامنصور، ملاعمر او همدارنګه حقانی ډلی مشر په پاکستان کی ووژل شول
همدارنګه د ملاهیبت الله ورور په کوټه بلوچستان کی په یوه مدرسه کی ووژل شو
پدی ټولو شواهدو سره چی خارجیانو په تیر بیا له امریکا سره شته مګر بیا هم امریکا کوښښ کوی چی پاکستان له تور لیست څخه وساتی نو لدی معلومیږی چی امریکا نغواړی په اصل کی همدا طالبانو مشران یا جنګی ډلی له مینځه بوځی ځکه چی پاکستان دا کار ددی لپاره وکړ چی امریکا دلته د دایم لپاره پاتی شی او دا کار یی پټه کی په طالبانو وکړ چی بیچاره طالبان له تر اوسه په ځان خبر هم ندی چی امریکا او پآکستان زموږ لپاره له برتانیی سره په مشوره څه پلان جوړ کړی په راتلوونکی کی به کیدای شی داسی آوازی هم واوری چی پدی سوله په قرارداد سره طالبان د پاکستان له لوری په امریکا خرڅ شول ځکه کله چی امریکا په ۲۰۰۱ کی حمله کوله نو امریکا اعلان وکړ چی پاکستان باید یو انتخاب ولری یا له موږ سره یا له طالبانو سره مګر همدا پاکستان چی طالبانو زیات خواخوږی ځان شماری له امریکا سره یوځای شو امریکا ډیر ډالر ورکړل او ملاضعیف په شمول زیاتره بندیان ورکړل او کیوبا زندان ته یی ولیږل نو لدی ښکاری چی دا ځل په سوله ورته لوبه پاکستان کړی او کوی یی
مګر سوال داده چی ملګری ملتونه او امنیت شورا ولی پدی ۴۰ او ۱۹ جګړه باندی سترګی پټی نیولی او پاکستان په وړاندی غږ نه پورته کوی چی له افغان ولس له وژنی ولی لاس نه اخلی او تر کومه دا ولس وژنی او آيا دا ولس بشر ندی کچیری بشر وی نو ولی حقوق بشر سازمان په پاکستان باندی سیاسی او حقوقی فشار نه راوړی ترڅو له انسان وژنی لاس واخلی
بل دا چی پاکستان پوهیږی چی طالبان غواړی سوله وکړی نو د بدیل لپاره یی له امریکا بله پروژه یعنی داعش په اړه قرارداد وکړ چی تیره کال زیاتره داعش کسان پنجابیان او د کوزی پښتانه پکی شامل وو ونیول شول چی اوس له افغان دولت سره بندیان دی