د امنیتی تړون په هکله د مباحثو لړۍ پېچلې مرحلې ته داخله شوې ده. سره له دې چې د روسیې او چین په ګډون زیاترو هېوادونو ولسمشر کرزي ته د تړون د لاسلیک مشوره ورکړې، خو نوموړی ټینګار کوي، چې د تېرو دوولسو کلونو په څېر یوار بیا د ملګرو ملتونو د رسمي مداخلې ضرورت دی او دا ځل دې افغانستان ته د امریکا د تعهداتو تضمین وکړي.
په اروپایي هېوادونو کې سياسي څېړونکي وايي، د لودیځو مطبوعاتو له تبلیغاتي فشارونو سره سره امریکا په ولسمشر کرزي برلاسې نده او کرزی د امریکایي ځواکونو د نه وتلو په هکله اطمېنان کې ګټونکی ښکاري.
که له افغانستان سره د امریکا د امنیتي تړون موضوع تر هغې کچې سیمه ییزه شي، چې د روسیې نظر ته پکې ځای وي، نو روسیه به یوار بیا هغه ننګونه تکرار کړي، چې؛ ((که ترهګري ځپل شوې نه وي، نو امریکا په کوم دلیل له افغانستان څخه وځي او که ترهګري ختمه وي، نو امریکا په افغانستان کې نهه نظامي اډې د څه لپاره استعمالوي؟))
امریکا هڅه کوي، له افغانستان سره امنیتي موافقه د ایران، چین او روسیې له مداخلې بره لاسلیک کړي، له همدې کبله په افغان حکومت له تبلیغاتو زیات عملي فشار نشي کارولای. دغه شرايط ورځ تربلې پېچلي کېږي او امریکا د ښه پر ځای ناسم لور ته حرکت پیل کړی دی.
ځینې څېړونکي چې تړون ته په بېړه لېوالتیا لري وايي، ولسمشر د سیمه ییزو قدرتونو د ښکېتیا په مټ له ځانه مسوولیت اړوي او ښايي دا کار بد عواقب ولري. د ولسمشر کرزي د دفتر ریس کریم خُرم په وروستۍ مرکه کې ازادۍ راډیو ته له یو راز څخه پرده پورته کړې ده. په لودیځو مطبوعاتو کې دا خبرې جدي تعبیر شوې دي. په تحلیل کې راغلي چې افغان دولت وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا له غړو پرته بل هېڅ لوری نشي کولای افغانستان ته د متحده ایالتونو د ورکړل شویو تعهداتو تضمین وکړي، خو په دې سربېره ولسمشر کرزي ځینې نور شرایط هم په تازه مهال کې وړاندې کړي چې په پخوا کې مطرح نه ول او په تعمیل یې ټینګار د تړون امکان کموي. په دغو شرايطو کې له امریکا څخه د دولسو مهمو طالب بندیانو خوشي کولو غوښتنه او د امن لپاره د افغان دولت په خوښه د امریکا لومړني واضح اقدامات دي.
امریکا د ظاهري او بېړنیو اقداماتو لپاره هر راز تیاری لري، خو دا ډول جدي او عمليغوښتنې د هغه هېواد لپاره سرخوږی دی. د لوديځو شنونکو په باور نه امریکا د امنیت په تضمین ورکړې سره په ځان عريضه کوي او نه د هغو طالبانو خلاصون د خپلو تګلارو په خیر ويني، چې د سیاسیت د تګلوري ټاکنې لپاره یې نارنجي جامې وراغوستې دي.
زیاتره اروپايي مطبوعاتو په روانه اونۍ کې د ولسمشر کرزي دريځ د افغانستان په ضرر ګڼلی، خو هغه لوديځ څېړونکي چې له حکومتونو سره یې اړیکې نسبي دي د نوموړي استحکام په تړون کې د هغه د بریالیتوب په پایله تحلیلوي. د دغو څېړونکو یوه یې چې جامپنسن نومېږي لیکلي :((د لوديځو مطبوعاتو تبلیغاتي یرغل چې د کلماتو په زور د پوځ لپاره سنګرونه غواړي هومره تاثیر نلري لکه د ولسمشر کرزي په انکار او منطق کې چې پروت دی.))
په افغانستان کې هم د تړون په اړه ذهنیتونو کې څه توپیر لیدل کېږي او ډېری هغه خلک چې په لویه مشورتي جرګه کې یې د زر لاسلیک غږ کړی اوس ټینګار کوي، چې له تړون سره دې احتياط وشي.
په همدې حال کې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف کابل ته سفر لري او له طالبانو سره د پخلاینې د یوې بلې کړکۍ د پرانستو په هکله ارګ د درېيمې لارې په غوراوي بوخت ښکاري.