تاند، جمعه، د حوت ۱۶مه: طالبانو ویلي چې که د توافقنامې سره سم عمل وشي او د مارچ تر لسمې پورې د دوی پنځه زره بندیان خلاص شي نو دوی هم مذاکراتو ته تیار او ټیم یې اماده ده.
طالب ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکلي، که د توافقنامې له محتوی سره سم عمل وشي او بندیان آزاد شي، اسلامي امارت د حوت په ۲۰ چې د مارچ ۱۰ کیږي بین الافغاني مذاکراتو ته تیار دی.
سهیل نه دي ویلي چې که بندیان یې خوشي نه شول نو خبرې نه کوي خو په غیر مستقیم ډول اشاره دې ته لري چې که بندیان یې خلاص نه شي خبرې نه کېږي او پړه یې د دوی په غاړه نه ده: ((زموږ مذاکراتي ټیم آماده او اجنډا مو تیاره ده او د شوي توافق سره سم پر مخ ځو که یاد مذاکرات له پورته نېټې نه وځنډیږي پړه یې د نورو په غاړه ده.))
د یادونې وړ ده چې خلیلزاد دا مهال په کابل کې دی او هڅه کوي تر څو لسم د مارچ پورې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.