تاند، یکشنبه، د حوت ۱۸مه: د راپورنو پر اساس د کابل ښار کارته نو سیمه کې د لوګر ولایت د ولایتي شورا غړی ناصر غیرت له خپلو درې ساتونکو سره د ناپېژانده وسله والو لخوا وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې ښاغلی غیرت نن ( یکشنبه کب ۱۸ ) د کابل ښار کارته نو سیمه کې د ناپېژانده وسله والو کسانو په کمين کې وژل شوی دی.
د ښاغلي غیرت سره د هغه درې ساتونکي هم وژل شوي دي.
د شوې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو دا ډول پیښې پخوا تر ډیره طالبان ترسره کوي.