تاند، یکشنبه، د حوت ۱۸مه: د ولسمشر غني د بیا ځل انتخابیدو د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره له محسن داوړ او علي وزیر پرته د پي ټي ایم او ملتپالو ګوندونو یو شمیر مشران کابل ته راورسېدل.

د پي ټي ایم مخکښ غړي ډاکټر عالم محسود تاند ته خبر ورکړی چې له ده سره افراسیاب خټک، بشری ګوهر، لالا افریدی، فضل خان او افتاب احمد خان شیرپاو کابل ته یو ځای رارسېدلي دي.

دغه راز د پي ټي ایم بل مخکښ غړی عبدالله ننګیال هم کابل ته په ځانګړي پرواز کې راغلی او فعالانو یې غاړې ته ګلان ور اچولي دي.
خو د نیشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان په باچا خان مرکز کې د مهم پروګرام د کوربه توب له کبله کابل ته له راتګه پاتې شوی دی.

همدا راز د ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په اړه هم لا راپور نشته چې څه وخت به کابل ته رارسیږي؟

ټاکل شوې وه نن محسن داوړ او علي وزیر هم کابل ته راشي خو د پاکستان حکومت اجازه نه ده ورکړې او دواړه له هوایي ډګره ګرځول شوي دي.

ټاکل شوژ چې ولسمشر غني سبا دوشنبه د قاضي القضات په لاس هیواد ته د ژمنتیا سوګند تازه کړي او بیا ځل لپاره په پوره واک سره کار پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *