له ښۍ خوا: محسن داوړ او علي وزیر

تاند، یکشنبه، د حوت ۱۸مه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د PTM مشرانو محسن داوړ او علي وزیر ته اجازه ورکړه چې افغانستان ته ولاړشي.

په دې اړه د لومړي وزیر ځانګړي سلاکار شهزاد اکبر لخوا په یوه ټویټ کې راغلي دي چې لومړي وزیر عمران خان، علي وزیر او محسن داوړ ته د کابل د سفر اجازه ورکړې تر څو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د لومړي وزیر په لارښوونه ، د کورنیو چارو وزارت دوی ته اجازه ورکړه چې یوازې یو ځل کابل ته ولاړ شي.

ټاکل شوې وه محسن داوړ او علي وزیر نن کابل ته په ۹۲۸ نمبر پرواز کې راشي تر څو د دوشنبې په ورځ د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي خو د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې لخوا بیرته ګرځول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *