زلمی منلی
د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د تفاهم لیک تر لاسلیک کېدو وروسته طالبان یوازې له افغان دولت سره په جنګ اخته دي. اساسي مدعی د طالبانو دا وه چې زموږ جنګ د خارجي یرغل خلاف دی، تر هغو به دا جنګ دوام لري چې خارجي قواوې په هیواد کې وي. دا چې خارجیانو منلې ده چې نور له دې ځایه وځي او خپل وخت يې هم تعین کړی دی، طالبانو ورسره د اوربند هوکړه هم کړې ده، نو بیا د افغان ځواکونو خلاف د جنګ نوې فتوا په کومه بڼه او له کومه راغله؟!
موږ له وخته ویل چې طالبان د قدرت وږي دي، هغوی تر هغو د هر چا خلاف جنګ کوي چې د دوی د قدرت په مخکې خنډ وي، دا که خارجیان وي یا افغانان. نن له خارجي سره د اوربند هوکړه لیک کوي او د افغان پوځ خلاف خپل جنګ ته شدت ور کوي، په کوم دلیل؟ ولې؟ دا مسلمانان نه دي؟ د بل پر وطن يې یرغل کړی دی؟ اسلامي مقدساتو ته يې سپکاوی کړی دی؟ ملي او کلتوري ارزښتونه يې پایمال کړي دي؟ له خارجیانو يې دفاع کړې ده؟ که دا هيڅ نه وي، بیا د یوه افغان مسلمان خلاف جنګ ته په کوم شکل، د کومو اصولو له مخې، په کومه شرعه او ولې مشروعیت ور کوې؟
له خارجي سره تاسو تفاهم وکړ، اوربند مو ور سره ومانه، ملا بردارد مو له ټرمپ سره خبرو کې له هغه د هیواد په جوړولو کې د مرستې غوښتنه وکړه او هغه دا ورسره تایید کړه. که د امریکا پیسې ناروا وي، نو تاسو يې ولې اخلئ؟ که له کابله تر کندهاره بیا هراته لویه لار د امریکا په پیسو رغول شوې وه او تاسو له دې امله ورانه کړه، نو نن په کومو سترګو له هغه خارجي استعمارګر څخه پیسې اخلې او همدغه ښارونه، سړکونه او خرابۍ چې تاسو د جنګ مهال پیښې کړې، په ودانوئ؛ دا په کومه شرعه روا دي؟ که تاته د یوې جنګي ډلې په توګه روا وي، نو افغان دولت ته د یوه نظام په توګه همدغه مرستې اخیستل ولې ناروا وو؟!
طالبانو به پخوا نړۍ، ولس او خپلو کسانو ته ویل چې زموږ جنګ د استعمار خلاف دی، تر هغو به جنګېږو چې استعمار ختم شوی نه وي؛ اوس چې هغوی ورسره تفاهم کړی دی او دوی يې پر وړاندې مقاومت نه کوي، افغان پوځ خو د همدې خاورې ساتونکی دی، د دې خاورې بچي دي، له خارجه نه دي راغلي او نه د خارجيانو په خدمت کې دي، طالبانو ولې خپلې اساسي داعیې ته شا کړه او له ټولو اسلامي، افغاني او انساني اصولو او اخلاقي ارزښتونو خلاف يې د افغانانو پر ضد جنګ نه یوازې جاري وساته؛ بلکې تشدید يې هم کړ؟
د طالبانو اوسنی جنګ او تر ۲۰۰۱م مخکې جنګونو دا ثابته کړې ده چې دوی د قدرت وږي دي، هغه مهال يې له یوه افغان سره د قدرت پر سر جنګ وو، نه خارجي موجود وو او نه د استعمار و یرغلګر بانې وجود در لود، اما د هیواد په شمالي سیمو کې د طالبانو او احمد شاه مسعود ترمنځ د همدغه واک پر سر کلونه کلونه جنګ وو. اوس چې خارجې ورته منلې چې زه ځم، ده ورسره تایید کړې چې زه له تاسره اوربند کوم، نو د جګړې لپاره کومه بانه او شرعي منطق لا پاته دی چې طالبان يې خپلو جنګیالیو ته بیانوي او خپل کسان د هماغه منطق له مخې جنګ ته اړ کوي؟ اوس باید نړۍ او افغان ولس دا ومني چې د طالبانو جنګ د واک پر سر جنګ وو او دی، طالبان د پنجاب له غېږې د افغانانو خلاف جنګېدلي دي او جنګېږي، هغه هیواد چې وران وي، عالمان يې دوی وژلي وي، اقتصاد يې د بل پر مرستو ولاړ وي، کادرونه يې له وطنه په تيښته وي، هغه کې که خارجي وجود ونه لري هم له استعماره نه شي خلاصېدای. دا نن زموږ بازارونه د بل له جوړ شویو توکیو ډک دي، په میلیونو تعلیم یافته ځوانانو مو کار نه لري، تر نیمايي زیات ملت مو د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي، صحي خدمات کم دي، تر نیمايي زیات ملت مو بريښنا نه لري، ګاز ۹۵ سلنه نه لري، په میلیونو ماشومان مو لومړیو زدکړو ته لاس رسی نه لري، نو دا ملت که امریکايي، روسي، چینايي اشغال هم نه کړي، خو د ایراني، پنجابي، هندي او بل له اړتیا کله هم نه شي وتلای. دا نن زموږ ناروغان پاکستان، ایران، هند، ترکيې او ان تر جرمني رسېږي، د دې هیواد وږي، تږي، ډار شوي، فقیر، ناروغ او بې تعلیمه وګړي ته د لرې خارجي وجود یا د نژدې خارجي وجود څه توپير لري؟
موږ که له روسه ځان خلاص کړ، خو په داخلي غوبل کې مو ایران، پاکستان او هند ښه پوره لاسوهنه وکړه او موږ يې تر بل هر وخت ډېر وځپلو. دا نن که امریکا او خارجيان وزي، بیا هم د قدرت پر سر جنګ کې به ایران، پاکستان، هند، چین او روس خپل لوبغاړي لري او هر يو به يې د خپلې ګټې لپاره استعمال کړي او دا هیواد به بیا هم د ازادۍ پر ځای د لرې اشغالګر پر ځای نژدې اشغالګر ته داسې په لاس ورشي چې د جنګ لوی مصرف به زموږ له وطنه ور کول کېږي او زموږ بشري قوه به د بل د ګټو لپاره استعمالېږي. اصلا د ازادۍ جنګونو د ډلو له لوري نه شي کېدای چې له یوه هیواده مرسته اخلي او بل په وهي، په دې کې تر ټولو زیاته خرابي هماغه وطن ته رسېږي چې جنګ پکې وي، هماغه ولس ځپل کېږي چې جنګ کوي، د ازادۍ جنګونه د یوه درست ملت کار دی چې منظم دولت ولري او د اوسنیو جنګونو په ټولو تاکتیکونو يې سر خلاص وي چې په جنګ کې د خپل پر ځای پردی ووهي، خپل وطن وران نه کړي، ولس وساتي او د خارجي د تلو مهال په هیواد کې د قدرت او نظام خلا رامنځته نه شي چې په ډکولو يې بیا جنګي ډلې تر خپل منځ سره په جنګ شي او په نتیجه کې يې ملت او وطن دواړه له لاس ور کړي.
لنډه دا چې طالبانو ته نور د جنګ هيڅ شرعي، قانوني او اخلاقي دلیل نه دی ور پاتې چې د هغه له مخې دوی د افغانانو خلاف جنګ ته دوام ور کوي، دا جنګ د ټولو شرعي، قانوني او اخلاقي اصولو له مخې ناروا او تپل شوی جنګ دی چې عاملین به يې په دنیا او اخرت کې مجازات کېږي. طالبان که قدرت نیول غواړي نو اسانه لار يې د یوه قوي سیاسي ګوند له لارې قدرت ته رسېدل دي چې نه به دوی ته بشری خساره لري او نه افغان ملت ته، که دوی د ولس خوښ وو نو رایه به ور کړي او د حکومت جوړلو شرعي او قانوني لار به تر لاسه کړي. اما اوسنۍ لار يې نه قانوني بڼه لري، نه شرعي صبغه اخیستی شي او نه اخلاقي جواز ورته پیدا کولای شي، بناء دا یو حرام او ناروا جنګ دی چې ژر تر ژره يې باید ختم کړي او د سولې لور ته رښتي ګامونه په چټکۍ واخلي.
۲۰۲۰/۳/۶