تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد ګواښ کړی، که طالبان د دې اوونۍ تر پایه تاوتریخوالی کم نه کړي، افغان ځواکونه به یې پر ضد خپل عملیات بیا پیل کړي.
اسد الله خالد په یوه خبري کنفرانس کې همدا راز ویلي، چې د ولسمشر غني د فرمان سره سم ، افغان ځواکونه د تاوترخوالي د کمولو د مرحلې له پیل راهیسې دفاعي دنده لري او تر اوسه یې د اورکم د اوونۍ له پیل راهیسې پر طالبانو کوم برید نه دی کړی: ((موږ.برید نه کوو خو د اوو ورځو اورکم وروسته طالبانو خپل بریدونه زیات کړي او په هیواد کې یې ملکي او نظامي تلفات اړولي دي.))
خالد وايي که چیرې طالبان د دې اونۍ تر پایه خپل بریدونه کم نه کړي ، نو دوی به په هرځای کې چې وي د افغان ځواکونو لخوا به تعقیب او وځپل شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې اعلان کړی چې دوی د تاوتریخوالي کمولو له اوه ورځني بهیر وروسته پر افغان ځواکونو بریدونه بیا پیل کړي دي.
چې د دې بریدونو په پایله کې، لسګونه افغان ځواکونه او ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.