تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: د کابل امنیه قومنداني وايي، تېره شپه چې یو خوا په ارګ او سپېدار ماڼۍ کې د مخالفو سیاسي ډلو تر منځ د لوړې مراسمو ته چمتووالی روان و، بلخوا د کابل ښار په اتمه حوزه کې وسله والو د یو کور څلور غړي وژلي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاند ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه تېره شپه اووه بجې په قلعه برقي سیمه کې د یو کور څلور غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.

نوموړی وايي، له کور څخه هیڅ غلا نه ده شوې او د دغه کور د غړو د وژنې علت هم روښانه نه دی : (( موږ مړي عدلي طب ته استولي دي، زموږ څېړنې هم په دې اړه روانې دي.))

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې دا ډول وژنې زیاتې شوې دي او څه موده وړاندې په خیرخانې مېنه کې هم د یو کور اووه غړي په تېشۍ وهل شوي او وژل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *