تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي، زیاتره افغانان په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې ته د خیانت په سترګه ګوري.
امریکا دغه هوکړه د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره افغانانو ته لوی فرصت بللی، خو ورځپاڼې د افغانانو او سیاسي تحلیلګرانو له قوله لیکلي دي چې دغې هوکړې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مؤقف او دریځ ضعیفه کړی دی.
ورځپاڼه وايي، طالبانو ته په هوکړه کې د د اسلامي امارت خطاب کولو دغې ډلې ته مشروعیت وربخښلی او ګڼ امتیازات ورکول شوي دي، په داسې حال کې چې له طالبانو هیڅ ډول امتیاز په کې نه دی اخیستل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه وشوه او طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې د دوی پنځه زره بندیان ورخوشې کړای شي، تر څو افغاني مذاکراتو ته لاره خوشې شي.
امریکا په پاکستان مشرانو په ځانګړی ډول په عمران خان او باجوه باندی دومره فشار راوړ چی طالبان تا دا وښایه چی له امریکا سره سوله وکړی په دوی باندی غرض مه لری خپل هیوادوال چی څومره وژلی شی امریکا درباندی کار نلری ځکه تاسی لدی وروسته جهاد له خپلو افغانانو سره شروع کړی ترڅو بیا په راتلوونکی د ګلبدین په شان رنګا رنګ ماڼیو کی کینی او ډالر هم واخلی ځکه بی ډالرو د جنګی ډلو ټپلو ورځ نه تیریږی
مګر که افغانان دی ۱۸ یا ۴۰ کلنی جګړیز دوران او یا ریژیمونو ته وګورو امریکا په یو شکل نه یو شکل باندی دخیله وو او کوښښ کوی چی د افغانستان ټول بنیاد تباه او برباد کړی او طالبانو باندی پدی هیواد داسی کارونه سرته ورسوی چی لدی وروسته څوک په کلی کور کی له ملا او دینی عالم کرکه پیدا کړی مګر داسی نده ځکه ولس دینی عالم ته چی سیاسی خبرو او سیاسی کړکیچ کار نلری ورته احترام لری
ځکه هغوی پوهیږی چی نظام مخته بیول تنها دینی علومو نه کیږی ځکه دلته تخنیکی او اداری چاری هم شته چی عصری علوم زده ورته اړینه ده
مګر لکه څنګه چی ټولو هیوادوال ته معلومه ده چی طالبانو او مخکینیو ۷ یا ۸ جنګی ډلو ټپلو او همدارنګه دداعش جنګی ډلو شاته پاکستان پوځ او استخباراتو ملاتړ شته نو د همدی پوځ او استخباراتو شاته امریکا او برتانیه لاس لری
ځکه برتانیه د پآکستان پلار ده او امریکا یی ماما ده ځکه زیاتره مالی او اقتصادی او نظامی مرسته همدا امریکا ورسره کوی په تیر ۱۹ کالو زیاتره نظامی توکی یی پاکستان ته انتقال کړل، امریکا په همدی نظامی وسلو افغانان ووژل مګرپه ۲۰۱۴ کی ټول توکی پاکستان ته تحفه ورکړل همدارنګه یی داخلی جګړو او روسیی په وړاندی ۷ یا ۸ جنګی ډلو سره مرسته هم امریکا کوله چی لومړی به دا مرسته له پآکستان سره بیا پاکستان خپل زړه وسله جنګی ډلو ټپلو ته ورکوله ترڅو دلته اقتصادی او زیربناوی دستګاوی او پروژی له مینځه بوځی
لکه فاریکو او تصدیو ورانول او همدارنګه د بندونو او برقی پایو الوځول او دښوونځیو سوځول
مګر اوس ولس پوه شوی خو وس یی نشته ځکه دولت هم په تیره بیا عبدالله د ګوندی ګټو لپاره په واک بیا بیا د شراکت غوښتنه کوی مګر کیدای شی دده سرتمبګی د سولی شته فرصت ته صدمه ورسوی مګر سوال دلته داده چی کله امریکا په صفر یک او صفر ۲ یا نورو جګی ځواکونو ته امر کولی شی چی جلال آباد ښار کی څلور وروڼه د داعش سره د ملاتړ په نوم ووژنه مګر یو عبدالله ته ګواښ نشی کولی لدی معلومیږی چی امریکا دلته پیاوړی دولت نغواړی او پدی ۱۸ یا ۱۹ کلنه دوره کی په کرزی او غنی باندی ټولی دولتی دستګاوی تخریب کړی یا عمدآ یا په ناپوهی کی
ځکه همدا دولتی دستګاوی دی چی دولت ورباندی پیاوړی دی کچیری ولسمشر د همدی تصدیانو د لغوه پر ځای تخنیکی ستونزی یی حل کړی او ټولو دولتی ادارو لوړ پوړی چارواکی د ګوند او سمت په اساس نه بلکه داسی اشخاص چی پدی هیواد کی ژوند تیر کړی او پدی ۴۰ کلنی جګړیز دور کړاو لیدلی او هیواد له درد خبر دی په لوړ قدرت وګماری ګمان کوم د ولس په درد وخوړل شی کچیری ولسمشر له خارج یو شخص راولی او دلته ورباندی دولتی دستګاه فعالوی معنا دا چی ترڅو هغه پدی دولتی سیستم سر خلاصیږی بیا کار کوی نو دا پاتی پنځه کاله هم عبس تیریږی
نو بهتره به داوی چی موږ د بهرنیانو پر ځای له داخلی تخنیکی او اداری شته بشری منابعو څخه ګټه پورته کړو