د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبرداری ورکړی چې هند د نړۍ له سولې او ثبات سره لوبې کوي او کرکې ته لمن وهي.

نوموړي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د افغانستان د ثبات لپاره مهم فرصت بللی دی او ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت او طالبان په خپلو کې مذاکرات وکړي.

شاه محمود قریشي وویل طالبانو په وروستیو کې د مزاري د تلین پر غونډه برید رد کړی دی او په وینا یې چې ځینې لوري هڅه کوي د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه سبوتاژ کړي.

نوموړي هند ته په اشاره ویلي، چې ځینې لوري په افغانستان کې د وژنو د دوام طرحې جوړوي.
شاه محمود قریشي په دې وروستیو کې د طالبانو د دریځ په څرګندولو او ویاندويي کې مشهور شوی دی.

نوموړي څه موده وړاندې پر امرالله صالح تور لګولی و چې په افغانستان کې سوله نه غواړي او د طالبانو د بندیانو په ژر تر ژره خوشې کولو یې هم ټینګار کړی و.

2 thoughts on “قریشي: ځینې لوري غواړي د امریکا او طالبانو هوکړه ماته کړي”
  1. سوله که دا قريشي تعريف کړي بهتره به وي ته د پاکستان وياند يي که دتالبانو
    او که د محبس څخه د اي ايس اي د بندنيانو ازادول غواړي

  2. ټولو افغانانو ولیدل او واوریدل چی همدی تلین په مراسمو د برید پړه داعش په غاړه واخیسته خو دا هم باید ووایم چی کله په کنړ او جلال آباد کی داعشیان تسلیم شول ټول پاکستانی جنګیالی وو چی زیاتره په لشکرطیبه وخت تیر شوی وو
    لشکر طیبه هغه ډله ده چی هند هر وخت نړیوالو ترینه شکایت کړی چی غواړی هند کی نظامی بریدونه وکړی

    د داعش هغه ډله چی افغانستان کی فعالیت کوی د دوی مشران په پاکستان کی د طالبانو په شان آزاد تڼی ګرځی
    چی تیره ورځ اشرف غنی د لوړی مراسمو کی ورته اشاره وکړ او همدارنګه زیاتره افغانان پدی نظر دی چی داعش هم د طالبانو په شان امریکا یو جنګی ډله ده او امریکا د ګټو لپاره کار کوی ترڅو په راتلونکی وختونو کی یی د ایران چین او روسیی په وړاندی ترینه کار واخلی ځکه دا خبری اوس بیخی رسانیز شوی چی زیاترو تلویزونی بحثونو کی ورباندی ټینګار شوی چی دا ډله هم پاکستان کی شتون لری چی داعش بندیانو په نیول او ښځینوو په خوشی کولو کی هرڅه څرګند شو

    نو اوس چی قریشی دا خبری کوی لومړی دی د جلال آباد داعش بندیانو په اړه ووایی چی پنجابیان او پاکستان داعش جنګیالی په افغانستان کی څه کول ځکه دا ټول پاکستان تاسو سره ثبت او راجستر دی نو څنګه بی د تاسی له اجازی افغانستان راتللای شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *