تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، کابل له پاکستان سره متمدنې خو له ترهګريز چاپیریاله پاکې او په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.
ښاغلي کرزي له ډیلي ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کړی چې دی له پاکستان سره د هغو اړیکو ملاتړی دی متمدنې وي او له ترهګرۍ پاکې وي.
کرزي منلې چې پاکستان د افغانستان په سوله کې رول لوبولی او دی ترې خوشاله دی خو په وینا یې د دغه رول پیاوړتیا هم غواړي او هرکلی یې کوي.
حامد کرزی وايي، له دې انکار نه شي کېدای چې پاکستان په افغانستان په افغانستان کې نفوذ لري او دا یو واقعیت دی خو په وینا یې دا رول باید د افغان سولې لپاره وکارول شي: (( که پاکستان بلنه راکړي، اسلام اباد ته ځم.))
حامد کرزي ویلي، له پاکستان سره یې د خپلې واکمنۍ پر مهال د ترینګلو اړیکو وجه دا وه چې پاکستان د ترهګرو او بنسټپالو په پالنه او ساتنه ټینګار درلود او د افغانستان د دریځ کمزوري کولو هڅه یې کوله.
حامد کرزی هغه سیاستوال دی چې ۲۱ ځله یې پاکستان ته د سولې لپاره سفرونه وکړل خو ځای یې ونه نیو.
همدا راز مشرف هغه ته د شتر مرغ لقب کارولی و او ده بیا یو وخت په مرکه کې ویلي وو که هند پر پاکستان برید وکړي، افغانستان به د پاکستان په خوا کې ودرېږي.