تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: ولسمشر محمد اشرف غني د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پرځای کړی او قاضي القضات یوسف حلیم ورته سوګند ورکړ.
ولسمشر غني، سبا به د طالب بندیانو د خلاصون په اړه یو فرمان صادر کړي او د بندیانو د خلاصون په بدل کې به تشدد تر ډېره کم شيۍ.
ده همداراز وویل چې له طالبانو سره مرکچي پلاوی به هم سبا نهايي شي.
د ښاغلي غني د وینا په ترڅ کې د ډزو ږغ واورېدل شو. داسې ښکارېده چې ډزې ډېرې نژدې شوي دي. ده خلک ارامښت ته وروبلل او د خپلې کورتۍ تڼۍ یې پرانیستې، ویې ویل غني وویل چې له چاودنو نه بېرېږي.
همدا راز ولسمشر خپلو دوه مرستیالانو امرالله صالح او سرور دانش ته د هیواد د وفادارۍ سوګندونه ورکړل او په لومړي فرمان کې یې ښاغلی یوسف غضنفر د اقتصادي، سوداګریزه پراختیا او فقر سره د مبارزې په برخه کې خپل خاص استازی استازی وټاکه.
ولسمشر نن د څلور زره شاهدانو او د ۳۵ هیوادونو د سفیرانو په منځ کې لوړه وکړه.
بلخوا عبدالله عبدالله هم چې ځان یې د همه شموله دولت مشر اعلان کړی له مولوي شهزاده شاهد څخه لوړه واخیسته او د تکبیر په چغو کې یې غونډه پای ته ورسوله.