تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: د ولسمشر غني ځانګړی سلاکار ضیاالحق امرخیل وايي، د عبدالله عبدالله د لوړې د مراسمو مخه ځکه ونه نیول شوه، چې خلکو ته ښه او بد په ډاګه شي.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه، د اشرف غني نوی حکومت به ټولو لوریو ته په نظام او دولت کې ونډه ورکړي، خو د واک پر سر به هیڅ ډول معامله ونه کړي.

ښاغلي امرخیل ټینګار وکړ چې ټیم یې له عبدالله عبدالله سره ډېره هڅه وکړه چې راپورته شوې لانجه د اساسي قانون او ملي ګټو په رڼا کې حل کړي، خو د عبدالله ټیم معامله غوښته او دا ولسشمر غني ته په هیڅ ډول د منلو نه وه: ((ښاغلي غني ته خلکو رایه ورکړه، کمیسیون وثیقه ورکړه او قضاييه قوې سوګند ورکړ، په خپل سر ځان ولسمشر اعلانول هیڅ ګټه نه کوي.))

د امرخیل په خبره د عبدالله عبدالله زورګويي له دې کبله هم هغه ته ګټه نه کوي چې د افغانستان د حکومت ټولې چارې په منظم ډول روانې دي او د هغه ټاکلي والیان په ولایتونو کې د دولت د رسمي والیانو د کار مخه نه شي نیولی، بلکې هغوی په خپلو چارو کې لا ځانته ستونزې جوړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن له ولسمشر غني سره هم مهاله عبدالله عبدالله هم د خپلو پلویانو په منځ کې لوړه وکړه خو مرستیالانو یې لوړه وانخیسته.

One thought on “امرخېل: د عبدالله ټیم معامله غوښتله او غني ته د واک پر سر معامله د منلو نه وه”
  1. سلامونه ،
    امرخیل ساب! له سیاسي درایت او حوصله مندۍ مو د دې لپاره چې خلکو ته ښه او بد معلوم شي نپوهیږم مڼنه وکړو که څنګه؟ ؛
    خو ، د دې شیطاني مثلثونو دسایس او د ټاکڼو جعلکارۍ او تقلبونه تا پخپله ولیدل او د دوی بهانه جويي ، ګلمرجانیزم!!، نه منلیزم!، پوهیږئ چې ټول د قدرت ، ډالرو ، چوکیو ا.د.ن… حرص دی او تر هغه بتر ېې انتقام جويي او غیر له خپلو فارشیستي -پنجابیستی- کولابو روسیستی حتی راسیستی او ملټیپل جاسوسیسیتی ګټې له (اصلي ملي افغاني ، اسلامي او انساني زرینو کرښو ) برې ګڼي .
    سرمشاورسلاکار ساب!
    تاسو ولې په داسې حساسو وختو کې لا زیات وخت داخلي او خارجی ( ځينې افغاندشمنه مډیا)ته ورکوۍ ؛ ولې لکه ترکيې یا همدا پوکیسټین ! پر فیسبوکونو ، طلوع ملوع ، آریانا نیوز او امثالهم موقتي سانسور نه لګوئ؟
    او بل دا څارنوالۍ او قضاء د کومې ورځې لپاره دي؟ صرف لوړه ورکړي ، باګناه او بیګناه بندیانو نه حق وناق خطرناک وليکي او یا د فساد دزیاتوالي زمینې برابرې کړي؟ ؛ اول هاغه ستا د اوډیوکسیت ( ګوسپندا ره چاغ !!!) چې مهګک هم ورته پیسخند واههه او حتمََ پکې د ګاوڼډیو استخباراتو لاس و ولې نتیجه مالومه نه سوه؟؟. ا.د.ن..
    تر څوبه دا مظلوم ولس په دوراهیو او چهاراهیو کې د شیطاني مثلثونو ښکار کیژي؟ ؛ وګورو چې د سولې د مشک نه صافې اوبه راوځي که د بچه ی سکاو چینجنې کورونا ویروس والا او یا د شهیدانو وينې؟؟؟
    ان اکرمکم عند الله اتقیاکم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *