تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: د هالیووډ مشهورې ستورې انجلینا جولي د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ښځو د حقونو بشپړ ملاتړ کړی دی.
نوموړې ویلي دي چې له طالبانو سره د امریکا د سولې په هوکړه کې د ښځو حقونه په پام کې نه دي نیول شوي.
د هالیووډ سنیما ۴۴ کلنې فلمي ستورې انجلینا جولي سي این این تلویزوني شبکې ته د طالبانو او امریکا د هوکړپه اړه ویلي: ((هر څوک غواړي چې په افغانستان کې سوله وويني، خو سوله د ښځو د حقونو په بیه سوله نه ده، بلکې په یوه بله طریقه منازعه او سرکوبي ده.))
انجلینا جولي انتقاد کړی دی چې په دې موافقتنامه یا هوکړه کې ښځې په پام کې نه دي نیول شوي.
نوموړې ټینګار وکړ، چې ټول حکومتونه او په لومړي قدم کې امریکا باید پر دې ټینګار وکړي چې افغانې ښځې باید د مذاکراتو په راتلونکو پړاوونو کې دخیلې اوسي.
امریکا او طالب استازو یوه اونۍ مخکې د قطر هیواد په پلازمېنه دوحه کې یو هوکړه وکړه چې د راتلونکي کال د اپریل میاشتې تر پایه پورې په کې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل پيش بیني شوي دي.
د دې په بدل کې باید طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي او ضمانت یې ورکړی دی چې په راتلونکې کې به د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا د امریکا او متحدینو پر ضد یې نه کارول کیږي.