تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ولسمشر غني ته د لوړې له مراسمو وروسته مبارکي ویلې ده.

عمران خان پر خپل ټویټر لیکلي، ولسمشر غني سره به ګډ کار وکړي او په وینا یې هیواد به یې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره هره هڅه جاري وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته د پاکستان سفیر نصرالله خان هم ورغلی و.

ولسمشر له پاکستان سره د نیکو اړیکو غوښتونکی شو چې په سیمه کې د اقتصادي پراختیا لپاره زمینه مساعده کړي.

One thought on “عمران خان: اشرف غني ته د بیا ولسمشرۍ مبارکي وایم، ګډ کار ورسره کوم”
  1. افغان ولس پدی ۴۰ یا ۱۸ جګړیز دوران کی له پآکستان څخه ښه خاطره نلری ځکه همدی پاکستان تل افغانستان ته د پنځمی صوبی فکر کړی او دی ولس ته یی تل غم ورکړی ځکه مخکی یی ۷ یا ۸ جنګی ډلی ټپلی جوړی کړی لکه ربانی له عبدالله لکه حکمتیار لکه محقق او خلیلی او ګیلانی او همدارنګه سیاف چی په یو پرده یی لیکلی وو جهاد افغانستان دفاع پاکستان

    همدا یو میاشت مخکی یو وزیر یی ویل چی طالبانو بریا د پآکستان بریا ده
    کله چی عمران امریکا ته سفر وکړ نو ټرمپ ته یی وویل مخکی لدی چی د طالبانو سره د مذاکراتو پروسه لغوه کیدله باید پاکستان سره اړیکه نیول شوی مطلب دا چی موږ یعنی پاکستان پوځ به په هغوی ټول امریکا فرمایش منلی وو مګر کله چی بیا خبری شروع او ختمی شوی نو خلیلزاد پدی یو یا یونیم کلنه د سولی دوری کی زیات سفرونه پاکستان وکړل چی اخیر د سولی تړون خلاص شو نو قریشی وویل چی موږ سوله دی ځای ته راورسوله نو د افغان مشرانو کار ده مګر دوه ورځی لدی خبری تیری شوی نه وی چی بیا غږ وکړ چی افغان دولت ژر تر ژر پنځه زره طالب بندیانو په خوشی کولو کی ګام پورته کړی مطلب دا چی دوی هیڅ وخت داسی خبره نه کوی چی سولی بریالی شی بلکه د امریکا او برتانیی په مشوره داسی خبره کوی چی افغانستان سولی او سوکالی او پرمختګ مخه ډب کړی

    موږ افغان ولس پاکستان مشرانو او پوځ په هیڅ خبرو باندی باور نه کوو ځکه دوی تل لا تر اوسه د پنځمی صوبی فکر لری مګر دا فکر او پلان به ځان سره لکه حمیدګل او نور مشرانو په شان ګورته یوسی

    خو زموږ ۴۰ کلنی بربادی تاوان به د نړیوالو په حضور او ټیټ سر راکوی او دا به د ټولو مخکی په ځان شاهدی وایی چی موږ د پدی ۴۰ کلنه جګړه کی د برتانیی او امریکا لپاره دلته او هلته ولس وژلی او دا مو ځینی په خپله او زیاتره مو په مخکینو مجاهدینو او بیا پاتی په طالبانو او نوی نسل مو په داعش او لشکر طیبه ووژل

    خو افغان ولس دا یو متل لری

    چی پښتون سل کاله وروسته هم قصد اخیستی وو ویلی وو چی لا اوس می هم بیړه (عجله) کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *