تاند (سې شنبه، د حوت ۲۰) پاکستاني رسنۍ د اعتراض په توګه وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) دوه مشران محسن داوړ او علي وزیر د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي اردو په هیلي کوپټر کې کابل ته رسول شوي چې د ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، محسن داوړ او علي وزیر له تورخم څخه د افغانستان د ملي اردو په چورلکه کې د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته یووړل شول.
ورځپاڼه زیاتوي، محسن داوړ له ولسمشر غني څخه په دې مننه وکړه چې د لوړې مراسم یې د ده او علي وزیر د وررسېدو په خاطر وځنډول.
علي وزیر او محسن داوړ ته تر ډېر وخته د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې (FIA) خروجي نه ورکوله.
خو وروسته د پاکستان صدراعظم عمران خان دوی ته اجازه ورکړه چې یوازې یو ځل د اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره افغانستان ته تللی شي.
ډیلي ټایمز ورځپاڼې کابل ته په هیلي کوپتر کې د پښتون ژغورنې د مشرانو رسول د افغان ملي اردو له لوري د افغانستان د پوځ له لوري د محسن داوړ او علي وزیر تور هرکلی بللی دی.
پاکستان ټوډې لیکلي، محسن داوړ افغانستان ته له رسېدو وروسته پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل«غوښتل مې چې له ولسمشر اشرف غني څخه مننه وکړم چې د علي وزیر او زما په خاطر یې د خپلې لوړې مراسم ځنډولي دي.»
علي وزیر هم په خپل ټویټ کې لیکلي«دلته مو خورا زیات هرکلی شوی. افغانستان او سیمې ته د سولې هیله کوم.»
پاکستاني رسنۍ وايي چې داوړ ځینې عکسونه خپاره کړي چې د افغان ملي اردو هغه چورلکه هم پکې ښکاري چې دوی یې کابل ته ورسول.
د افغانستان خلک د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړیو سره په دې خاطر ځانګړې مینه او خواخوږي لري چې د لسګونو زره بې درکه شویو او بې محاکمې وژل شویو بېګناه پښتنو د دفاع غږ یې پورته کړی دی.
کله چې علي وزیر او محس داوړ په ارګ کې د لوړې د مراسمو ځای ته ورسېدل ټول خلک ورته ودرېدل او چکچکې یې ورته وکړې. دا په داسې حال کې ده چې د بل هیچا لپاره خلک ونه درېدل.
د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې نامتو ملتپال سیاستوال محمودخان اڅکزی، افراسیاب خټک، بشرا ګوهر او افتاب شېرپاو هم ګډون کړی وو.