تاند، سه شنبه، د حوت ۲۰مه: د عامې روغتیا وزارت وایي، له هرات وروسته سمنګان دویم ولایت شو چې د کورونا ویروس یوه مثبته پېښه پکې ثبت شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار تاند ته تایید کړه چې په سمنګان ولایت کې هم د کورونا ویروس یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

نوموړی وایي، سمنګان د افغانستان دویم ولایت شو چې د کورونا ویروس پېښه پکې ثبتېږي، هرات بل هغه ولایت دی چې د کورونا ویروس څلور مثبتې پېښې پکې ثبت شوې دي.

تر هغه وروسته چې کورونا ویروس د افغانستان ګاوندي ایران هېواد کې په پراخه پیمانه خپور شو، افغانستان کې د یاد ویروس د خپرېدو اندېښنې تر پخوا هم ډېرې شوي دي.

هرات ولایت کې پر کورونا اخته لومړنی کس له ایران څخه هرات ته ستون شوی و چې پر کورونا ویروس اخته شوی دی.

عامې روغتیا وزارت وايي چې هر ورځ په لوی شمیر افغانان له ایران څخه هېواد ته راستنېږي چې دا په خپله افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو اندېښنه ډېروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *