تاند، سه شنبه، د حوت ۲۰مه: د کورنیو چارو وزارت په هرات ولایت کې له مرمیو او وسلو د ډک ټېلر موټر د نیولو خبر ورکړی دی.

د وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هرات د امنیه قومندانۍ پولیس پر دې توانېدلي، چې په ګذرې ولسوالۍ کې له زرګونه مرمیو او وسلو ډک ټېلر موټر ونیسي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په نیول ټیلر موټر کې د ښکاري وسلو ۳۰ ټنه مرمۍ، د ام ۱۶ ډوله ټوپک ۳۵ زره، د کلاشینکوف ۱۶۰۰۰ زره، د ماشنیدار ۸۹۰۰ فیره مرمۍ او یو میل وسله ځای پر ځای شوې وه، چې د یو لړ عملیاتو پر مهال د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د وزارت په خبره، د نیول شوو مرمیو په تړاو یوتن نیول شوی، چې اوسمهال د پولیسو تر څېړنې لاندې دی.

تر اوسه د نیول شویو مرمیو او وسلو په تړاو نور جزیات نه دي خپاره شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *