تاند، سه شنبه، د حوت ۲۰مه: رویټرز اژانس ویلي چې ولسمشر غني به ډېر ژر د یو فرمان په ورکولو سره د طالبانو ۱۰۰۰ بندیان خوشې کړي.

که څه هم ولسمشر نن ورځ ښودلې وه چې د بندیانو په اړه فرمان ورکوي، خو بیا رویټرز د یو شمېر افغان چارواکو له قوله ویلي چې ولسمشر غني به د همدې اوونۍ تر پایه د ۱۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان صادر کړي، تر څو د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره د باور فضا رامنځته شي.

تر دې مخکې ولسمشر غني له طالبانو سره تر مخامخ خبرو وړاندې د طالب بندیان له خوشې کېدو سره خپل کلک مخالفت ښکاره کړ، خو تېره ورځ یې د خپل د لوړې مراسمو پر مهال یې وویل چې ډېر ژر به د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه یو فرمان صادر کړي.

ولسمشر غني تېره ورځ ( دوشنبه کب ۱۹ ) د دویم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه هېواد ته د وفادارۍ سوګند یاد کړ او د خپلو خبرو پر مهال یې د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه نرمښت وښود.

ښاغلي غني وویل چې ډېر ژر به د طالب بندیانو په اړه یو فرمان صادر کړي، چې له دې کار سره به د جګړې په لیکو کې د پام وړ تاوتریخوالی کم شي.

بلخوا امریکا هم د ولسمشر غني له دې پرېکړې هر کلی کړی دی.

طالبانو تر بین الافغاني خبرو مخکې د خپلو پنځه زره بندیانو د خوشې کېدو غوښتونکي دي او دا د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره شرط ګني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *