تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف نن د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته وویل چې د افغانستان د سولې د بهیر د چټکولو لپاره به د طالبانو د پخواني مرستیال ملا عبدالغني برادر او افغان چارواکو ترمنځ د نورو خبرو زمینه برابره کړي.

نوازشریف نن په کابل کې وویل چې ملا برادر یې د دې لپاره خوشي کړی چې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وشي.

ده وویل:«ملابرادر خوشي کړای شو. موږ نن په دې موضوع په تفصیل خبرې وکړې. که هر څوک راولېږل شي موږ به (له ملابرادر سره) د کتنې لار ورته اواره کړو.»

خو دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه غړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، کله چې لس ورځې مخکې دوی له ملابرادر سره په کراچۍ ښار کې کتنه کوله، نو ملابرادر نه شوای ږغېدلی ځکه چې پاکستاني چارواکو نوموړي ته داسي تخدیروونکې دوا ورکړې وه چې خبرې یې نه شوای کولی.

افغان طالبانو هم تراوسه پوري د ملابرادر خوشي کېدا تایید کړې نه ده. دوی ویلي چې نوموړی لا هم نظر بند دی.

طالبانو په دې اړه هم څه نه دي ویلي چې ایا ملابرادر اوس خپل یو مشر ګڼي او کنه.

کابل ته د نوازشریف له سفر سره په یووخت د پاکستان پوځ، چې ویل کېږي په افغانستان کې د سولې د هڅو او له افغانستان سره د پاکستان د ملکي حکومت د نژدې کېدو مخالف دی، پر کونړ ولایت ۳۸ توغندي ویشتي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *