تاند، سه شنبه، د حوت ۲۰مه: د ملګروملتونو، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ايټاليا، ناروې، انګلستان، او د امريکا د ځانګړو استازو له خوا یوه ۱۴ماده ییزه اعلامیه خپره شوې چې پکې د طالبانو او امریکا د سولې هوکړه د جګړو پای او د راتلونکي سوله ییز افغانستان لپاره یو ښه اقدام بلل شوی دی.
اعلامیه کې راغلي، له هوکړې وروسته په داسې نوي افغان حکومت کې د طالبانو د نقش هرکلی کوي چې د بين الافغاني خبرو په ترڅ کې تعين او طالبان یې یوه سیاسي برخه جوړه شي.
اعلامیه کې پر طالبانو او ټولو ډلو غږ شوی چې باید دا یقیني کړي چې افغانستان به د القاعدې، داعش يا نورو نړيوالو ترهګرو ډلو له خوا د نړۍ د ګواښلو لپاره نه کارول کیږي.
اعلامیه کې له راتلونکي افغان حکومت سره اقتصادي مرستې او سیاسي روابط مشروط بلل شوي او زیاته شوې ده چې که د ښځو، ځوانانو او اقليتونو په ګډون د ټولو افغانانو بين المللي منل شوي هغه حقونه وساتي او درناوی يې وکړي چې د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي او د افغانانو هغه غوښتنه ومني چې د تیرو ۱۸ کلنو لاسته راوړنو د تداوم په اړه يې لري، نو دوی به هم ورسره مرستې روانې وساتي.
ګډه اعلامیه کې د امریکا د هغې پریکړې یادونه هم شوې چې د بين الافغاني خبرو اترو په پيلېدو سره به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له نورو غړو او افغانستان سره په دې موخه کار پيلوي چې پر طالبانو د بنديزونو ارزونه وکړي؛ خو په دې شرط چې طالبان باید جګړې کمې کړي، د بين الافغاني خبرو د پر مخ وړلو له پاره پرله پسې هڅې وکړي او د دې تر څنګ په داسې فعاليتونو کې ښکېلتيا او مرسته ودروي چې د افغانستان يا نورو هيوادونو سوله، ثبات او امنيت ګواښي.
اعلامیه کې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه دی منل شوی او خبرداری ورکړل شوی دی چې نړيواله ټولنه به د افغانستان د اسلامي امارت اعاده بیا ونه ومني او نه به يې ملاتړ وکړي.
اعلامیه کې د بنديانو د خوشې کولو او اوربند د پیل غوښتنه شوې او ټینګار شوی چې ټول افغانان باید د بين المللي منل شويو هغو حقونو درناوی وکړي چې د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د حکومت، سياسي مشرانو، مدني ټولنې او طالبانو په ګډون ټولو افغانانو له خوا يې درناوی وشي.
اعلامیه کې ټول هيوادونه هڅول شوي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي او د سولې پروسه کې ونډه واخلي.
دغه اعلامیه کې د افغان ځواکونو څخه ملاتړ هم څرګند شوی او سیاسي ډګر کې د ښځو په هدفمندانه رول ټینګار شوی دی.