تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۱مه: ولسمشر اشرف غني بالاخره د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د پریښودلو فرمان صادر کړ.

د دغه فرمان له مخې، د روانې میاشتې له ۲۴مې نیټې څخه به د طالب بندیانو د یوې برخې خلاصون لړۍ په دې شرط پیل شي، چې هغوی به په لیکلي ډول تعهد کوي چې د جګړې صفونو ته به بیا نه ور وګرځي او هر یو به بایومیټرک کیږي.

ارګ وایي، دغه پروسه کې به شاوخوا ۱۵۰۰ طالب بندیان خوشي شي چې په ورځني ډول به ۱۰۰ تنه پریښودل کیږي.

ارګ ویلي، د خوشي کیدلو اولویت به د عمر، صحي وضعیت او پاتې قید پر اساس بندیانو ته ورکول کیږي

د ولسمشر اشرف غني فرمان کې راغلي دي چې پاتې ۳۵۰۰ بندیان به یواځې هغه مهال آزادوي، کله چې بین الافغاني خبرې پیل شوې: ((کله چې د طالبانو او حکومت تر منځ مخامخ مذاکرات پيل شول، بیا به هره دوهمه اونۍ ۵۰۰ بندیان خوشي کیږي، چې د هغوی شمیر تر ۳۵۰۰ پوری رسیږي، په دې شرط چې د جګړې شدت به په واضحه توګه کمیږي.))

ارګ ویلي، د بندیانو خوشي کول به د ملي امنیت شورا تر سرپرستۍ لاندې تر سره کیږي او اړوندې ادارې به ورسره همکاري کوي.

تر اوسه طالبانو د ولسمشر اشرف غني د تازه فرمان په هکله کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

خو تر دې وړاندې د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي وو چې بین الافغاني مذاکرات به تر هغو پیل نه شي، تر څو چې د دوی د ورکړل شوي لیست له مخې ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *