تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۱مه: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت د طالبانو او امریکا او امریکا- افغان حکومت تر منځ د شویو تړونونو پرېکړه لیک منظور کړ.
دغه پرېکړه لیک چې دوې ورځې وړاندې د مارچ په نهمه نېټه منظور شوی پکې راغلي، چې ملګري ملتونه له یوه واحد، باثباته او یو موټي افغانستان څخه هرکلی کوي، سوله د افغان ملت د یوې سترې هیلې په توګه پېژني او د افغانانو په رهبرۍ د بین الافغاني مذاکراتو له پروسې او د شخړې د یوې سیاسي حل لارې په موندلو ټینګار کوي.
همداراز په پرېکړه لیک کې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ د اورکم هرکلی شوی، د سرتاسري اوربند هیله شوې او د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت، ملي اردو او ملي پولیسو ملاتړ څرګند شوی.
په پرېکړه لیک کې وړاندې راغلي، چې ملګري ملتونه د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني، له بیا ځلې راګرځېدلو یې ملاتړ نه کوي؛ خو د طالبانو له دې پرېکړې هرکلی کوي، چې هغوی به د القاعدې او نورو ډلو مخه نیسي.
ملګرو ملتونو ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې طالبان او هیڅ بله ډله باید د داعش او القاعده په ګډون له هیڅ تروریستي ډلې سره مرسته ونکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې تړاو لیکلي، چې دا پرېکړه لیک په طالبانو او افغان حکومت غږ کوي، څو د باور جوړونې کارونو ته دوام ورکړي او د بین الافغاني مذاکراتو په لور چټک حرکت وکړي.