تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۱مه: د پي ټي ایم یو مشر علي وزیر تېر ماښام په سرینا هوټل کې د دوی په ویاړ نیول شوې غونډې ته ویلي، په پاکستان کې د پښتنو د مرګ پلانونه جوړیږي خو چې همغه پښتانه افغانستان ته راواوړي او خپل عزت وګوري بیا د غلامۍ او ازادۍ په توپیر پوه شي.
علي وزیر ویلي، په وزیرستانونو کې د پاکستاني پوځ له ظلمونو اسماعیل خان دېرې ته د کډه شویو پښتنو ماشومانو چغې یې لا هم غوږونو کې کړنګیږي او د موقعې په رارسیدو به هیڅکله په پنجاب رحم ونه کړي.
د علي وزیر په خبره، د پکتیکا برمل کې د دوی ځمکې وژ خو د پاکستاني پوځ لخوا به حتی خپلو ځمکو ته نه راپریښودل کیدل: (( موږ به یې ځورولو چې افغانستان کې مو څه کول؟ چاسره مو لیدل؟ نن موږ له کابله ورتع وایوو چې که غوږونه مو سوځي هم لر اوبر یو افغان دی.))
علي وزیر وویل، پنجاب چې افغانستان ته د نصیرالله بابر په مشرۍ وسلې را استولی او د کرنل امام په مشرۍ راغلي لښکر باندې ډاکټر نجیب وژلی شي نو دوی حق لري چې د خپل پلار نیکه هیواد ته راشي.
علي وزیر زیاته کړه که نړیوال غواړي کشمیر، هند، ایران او ټوله سیمه امن کړي نو د ترهکرو ځالې دې په لاهور، اسلام اباد او راولپنډۍ کې له منځه یوسي.
د یادونې ده چې د خیبر پښتونخوا د میلمنو په ویاړ دغه غونډه کې د هېواد د ملي سوداګرو، مدني فعالانو، لیکوالو، فرهنګیانو او سیاسیونو په ګډون بېلابېلو مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.