تاند – د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ د شلو اورونو د نړیوال جام لوبو ته د غوراوي پایلوبه له ایرلنډ څخه په ۶۸ منډو بایلوده.
د افغان ډلې ګڼ مینه وال به خپه شوي وي چې افغان ډلې پایلوبه ونه ګټله، ښایي ځینو به لوبډله ملامته کړې وي. خو لوبه یا د ګټې وي یا د زیان او ډیر وخت شرایط لوبه بدلوي.
په پیل کې ستر زیان دا و چې د افغانستان د ټیم کپتان محمد نبي پچه بایلله او ایرلنډ پریکړه وکړه چې بیټنګ وکړي.
دا ډیره پخه پریکړه وه میدان لوبې ته چمتو و، توپ به پر پیچ توپ وهونکي ته راپورته کیده او د ورو بالرانو لپاره چمتو نه و. د افغانستان په تیزو بالرانو کې ستوری لوبغاړی حمید حسن نه و، شاپور ښه وځلید خو د ایرلنډ د پیل لوبغاړو دومره منډې جوړې کړې وې چې تر دیارلسم اوور وروسته په یوه اوور کې پنځه شپږ منډې هم ورته ډیرې وې.
دغو شرایطو ایرلنډ په شل اورونو کې ۲۲۵ منډو ته ورساوه او ۷ لوبغاړي یې اوټ شول. دا منډې د شل اورونو په لوبو کې تر بل هر وخت ډیرې منډې وې چې ورسیدل یې داسې و لکه په غره چې څوک خیژي.
دغه مزل ته د افغانستان د پیل لوبغاړو په منډه ملا وتړله، شهزاد په ۲۳ توپونو ۳۸ منډې جوړې کړې او نوروز منګل په ۱۵ توپونو ۱۴ منډې وکړې خو دوی دواړه ایرلنډي باولر ډاکریل یوپه بل پسې وسوځول. تر دې وروسته د افغانانو د ګټو هیلې راکمې شوې خو میرویس اشرف تکړه شو، دغه تکړه والی هم په اووم اوور کې د محمد نبي او کریم صادق سر په سر سوځولو ټکنی کړ بیا پسې میرویس اشرف وسوځید، ګلبدین نایب ډیر ښه وځلید او یو ځل یې بیا افغان ډلې ته څه ناڅه هیله پیدا کړه خو هغه په ۴۳ منډو اوټ شو او دغه منډې یې په یوازې ۲۴ توپونو وکړې. تر دې وروسته نو د افغان لوبغاړو زوال پیل شو او یو په بل پسې وسوځیدل اخر په نولسم اوور کې د ۱۵۷ منډو په جوړیدو د افغانستان ټول لوبغاړې له میدان څخه اووټ شول.
د افغانستان لپاره په دې ټورنمنټ کې چې په عربي متحد اماراتو کې ترسره شو ستر امتیاز دا و چې له دې لارې د ۲۰۱۴م کال د شل اورونو نړیوال جام ته لاره پیدا کړي او افغانانو دې هدف ته ځانونه ورسول. بل مهم هدف کیدای شي چې دا و چې پایلوبې ته ورسیږي دا هم ترلاسه شو خو په پای لوبه کې بایلل تر ډیره د میدان په شرایطو پورې مربوط و او ایرلنډي توپویشتونکو ته هم باید امتیاز ورکړل شي چې په پیل کې ډیر ښه وځلیدل او داسې هدف یې افغان لورې ته وټاکه چې وررسیدل ګرانه وو.
افغان لوبغاړي به له دې لوبې څه زده کوي. کیدای شي چې څو ټکیو ته پاملرونه وشي:
1- په پیل کې چې کله ایرلنډي بیټسمینان تیز لوبیدل افغانان د دې پرځای چې د هغوی منډې راوګرځوي هڅه یې کوله چې ویکټ واخلي او په اخره کې چې ورته ګورو دا پریکړه یې په زیان شوه.
2- د فیلډینګ یا د توپ ګرځولو په وخت افغانان ښه ونه لوبیدل. د دې لپاره چې لومړی د شل اورونو جام راتلونکی کال په بنګله دیش کې دی او بیا په ۲۰۱۵م کال کې د پنځوسو اورونو نړیوال جام په استرالیا او نیوزیلنډ کې، نو دې برخې ته د افغان کرکټ لوبغاړو توجه ګټه کوي.
هغه بریالۍ تجربې چې د شل اورونو د غوراوي په ټورنمنټ کې افغان ډلې ترلاسه کړې:
1- د تیرکال په پرتله روان کال افغان لوبډله منظمه ولوبیده
2- د نویو لوبغاړو تجربه بریالی وه حتی په فاینل کې حمزه هوتک درې لوبغاړي وسوځول
3- نوي لوبغاړې له ټیم سره داسې نه و یوځای شوي چې زاړه اړخ ته کړي د پخوانیو ترڅنګ نوي لوبغاړي په ټیم کې ځای شوي وو او دا تجربه بریالۍ وه
4- افغانستان پر محدود باولرانو اتکا ونه کړه همدا علت و چې تر فاینل پورې ورسیدل
5- د افغانستان باولرانو نوې تجربې زده کړې او وازمویلې که به پیچ ګوګلي توپ ته چمتو و نو د محمد نبي په څير سپین باولر به ګوګلي توپ اچاوه او که به پیچ داسې نه و د توپ اچولو بڼه به یې بدلولوه
6- سمیع اله شینواري د پخوا په پرتله دا ځل په باولنګ کې نوې بریالۍ تجربې وکړې او ګڼې ویکټې یې هم واخیستې.
7- شاپور ځدراڼ به پخوا په باولنګ کې ډیرې منډې ورکولې او شننونکو به دا انتقاد پرې کاوه چې منډه یې ښه نه ده دا ځل ده دا تجربه ترلاسه کړې وه چې د انتقاد کوونکو شننونکو خوله پټه کړي او لږ نومرې ورکړي.
8- د بیټنګ په برخه کې لوبډلې یوازې پر شهزاد او منګل اتکا ونه کړه نورو هم ښه بیټنګ وکړ.
ایا افغانستان ۲۰ اوریز نړیوال کپ ته لاره ومومله او که نه؟
تر دې سیالۍ پخوا یې لا موندلې، بېغمه اوسئ
I think that Mr. Karim Sadiq should leave national team because he doesn’t play well in recently matches. he was good player and he did his job but now we need better players.