تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۱مه: د ارګ یوه مؤثقه سرچینه تاند ته وایي، د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح غواړي، د اجرائیه ریاست په ماڼۍ کې خپل دفتر جوړ کړي او له همدې کبله یې نن د عبدالله د ټیم نږدې ملګری اسدالله سعادتي چې هغه خپل دویم مرستیال نومولی، سپیدار ماڼۍ ته نه دی پریښی.
امرالله صالح ولسمشر غني ته ویلي، دی پوهیږي چې سپیدار ماڼۍ څرنګه د عبدالله او ملګرو څخه یې ځانته خالي کړي.
د ارګ د موثقې سرچینې په حواله همداراز عبدالله که څه هم د جنرال دوستم دفتر په صدارت ماڼۍ کې بابر فرهمند ته ورکړی، خو بلخوا سرور دانش تیره شپه محمد محقق ته ورغلی او ورته یې ویلي، چې د عبدالله ډله دې ورته په رضا سره د صدارت ماڼۍ دفتر تسلیم کړي.
دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله تېره ورځ له اجراییه ریاست څخه ارګ ته تللې لارې تړلې وې، مګر حکومت ویلي چې دا ریاست نور ختم دی او د ولسمشر غني په نوي حکومت کې یې تشکیل له ختمیدو سره سم کور ته رخصتیږي.
همدا راز حکومت غواړي چې د اجرایه ریاست بودیجه هم بیرته مالیې وزارت ته وګرځوي او اسناد یې دولتي ارشیفونو ته انتقال کړي.