سهیل شاهین

تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۱مه: د طالبانو ویاند سهیل شاهین وایي، د افغانستان له زندانونو څخه د طالب بندیانو مشروط ډول خوشې کول د هغه تړون خلاف دي چې تیره میاشت د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوی دی.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، رویټرز اژانس ته ویلي دي، دا موضوع د سولې په تړون کې په سمه توګه توضیح شوې ده چې لومړی به ۵۰۰۰ طالب بندیانو ازادیږي او بیا به د افغانانو خبرې اترې پیلیږي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په تړون کې چې د تیرې میاشتې پر ۲۹مه نیټه د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شو، راغلي دي چې واشنګټن به د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلیدو مخکې چې د مارچ میاشتې لسمې نیټې ته پلان شوې وې، د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو د ازادیدو چارې تسهیل کړي.

طالبانو بیا ژمنه کړې ده چې د دې په بدل کې به له خپلو زندانونو څخه افغان حکومت پورې تړلي ۱۰۰۰ بندیان خوشي کړي، خو ولسمشر غني د دې پلان سخت مخالفت وکړ او ویې ویل چې په دومره لنډه موده کې د ډيرو زندانیانو ازادول ناشونې دي.

اوس ولسمشر غني د یوه فرمان په صادرولو سره په دوو مرحلو کې او په مشروط ډول د یو شمیر طالب زندانیانو د آزادولو امر کړی دی، چې په اړه یې طالب ویاند سهیل شاهین له رویټرز اژانس سره په مرکه کې زیاته کړې: ((موږ هیڅکله هم د زندانیانو له مشروط آزادي سره موافق نه وو. که څوک د دې ادعا کوي، نو دا به د فبروري پر ۲۹مه د لاسلیک شوي سولې تړون پر خلاف وي.))

د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د تړون له مخې باید د مارچ میاشتې پر لسمه نیټه د افغانانو تر منځ هم خبرې اترې پیل شوې وای، خو دغه چاره هم لا تر اوسه نه ده پیل شوې او افغان حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو په موخه کومه ډله هم نه ده معرفي کړې.

One thought on “طالبان: زموږ د ۵ زره بندیانو مشروطه ازادي د سولې له تړون خلاف ده”
  1. مخکی د لوړی له مراسمو زیاتره طالب پروره رسانیو اعلان وکړ چی د لوړی مراسم د پمپیو راتګ لپاره ځنډول شوی مګر کله چی وروسته معلومه شوه دا مراسم محسن داوړ او علی وزیر تر راتګ پوری ځنډول شوی وو چی بیا د عمران خان په امر ځمکی له لاری د تورخم په دروازه را ننوتل ددی لپاره چی لاره کی پاکستان ورته ګواښ پیدا نکړی نو نظامی چورلکه یی ورولیږه او تر کابل یی راورسول نو پدی کار سره زیاتره پاکستانی استخباراتی رسانی غوسه شول نو ددی پر ځای چی د سولی اوسنی تړون ته جنجال پیدا کړی نو د ولسمشر د غبرګون په وړاندی سهیل شاهین ته امر کړی چی دا فرمان په وړاندی غبرګون وښآیی مګر اوس هر څه کیدونکی دی او پآکستان بیځایه لغته وارول کومه ګټه نه کوی
    ځکه اوس ټول افغانان او په ځانګړی توګه پښتانه پوه شوی چی پنجاب د طالبانو په دستور غواړی دا نظام چی پنجاب د ستونی اغزی ته وپرځوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *